کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، افغانستان د شین کوریزو ګازونو په خپرولو کې ونډه نه لري، خو په پرلهپسې توګه د اقلیمي بدلونونو له زیانونو سره مخ دی او باید نړۍوالو مالي او تخنیکي مرستو ته عادلانه لاسرسی ولري.
نوموړي نن (سېشنبه) په کابل کې د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، تېر کال افغانستان د زلزلو، موسمي سېلابونو، وچکالیو او اقلیمي بدلونونو له امله له سختو ټولنیزو او اقتصادي زیانونو سره مخ شو.
هغه زیاته کړه، دغو پېښو د هېواد ملي زېربناوې زیانمنې کړې او خلکو ته یې هم مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د نوموړي په خبره، افغانستان د شین کوریزو ګازونو په خپرولو او د نړۍوال اقلیم په تخریب کې ونډه نه لري، خو د نړۍ، په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو د ګازونو خپرېدو له امله په پرلهپسې توګه زیان ویني.
برادر وویل: «دا د نړۍوال اقلیمي عدالت له اصولو سره هيڅ سمون نه خوري چې د ستونزې په رامنځته کولو کې ونډه ونه لرو، خو درنې او سختې پایلې یې وزغمو او د نورو له امله د رامنځته شوي تخریب بیه پرې کړو.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اړوندو اقلیمي بنسټونو وغوښتل چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه له سیاسي ملاحظاتو سره ونه تړي.
هغه ټینګار وکړ چې د اقلیمي بدلونونو اغېزې ټول هېوادونه متاثر کوي او د نړۍوال اقلیم ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی، چې عملي کول یې ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو د زیانونو کمولو لپاره افغانستان باید نړۍوالو مالي او تخنیکي مرستو ته عادلانه لاسرسی ولري او دا یې حق دی.
نوموړي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د هواپېژندنې د عصري وسایلو، له پېښو مخکې د خبرتیا د سیسټمونو او ژغورنې د پرمختللو تجهیزاتو په برابرولو او د تخنیکي ظرفیتونو په لوړولو کې عملي همکاري وکړي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت لرونکو معیاري ودانیو جوړولو، د اوبو د مهار لپاره د معیاري استنادي دېوالونو جوړولو او د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیا برخو کې هڅې کړې دي او دغو هڅو ته به دوام ورکړي.
د یادونې ده، د اکټوبر ۱۳مه د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو نړۍوالې ورځې په توګه هر کال نمانځل کېږي.