کابل (پژواک) – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، اوزبېکستان د افغانستان په خاوره کې د امو سیند د غاړو د ټینګښت پروژې لپاره لس میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي او دواړو لورو د افغان سوداګرو د صادراتي او ټرانزیټي ستونزو پر هواري هم هوکړه کړې ده.
د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، دا موضوع تېره ورځ (سهشنبه، ۱۹ لړم) په بلخ کې د دغه ولایت او د اوزبېکستان د سرخاندریا د والیانو په ګډه ناسته کې مطرح شوې ده.
په دې ناسته کې د دواړو والیانو ترڅنګ د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، د امو سیند د غاړو د ټینګښت پروژې وړاندیز تر دې مخکې د بلخ والي کړی و، څو د سیند د غاړو د تخریب او د کرنیزو ځمکو د له منځه تلو مخه ونیول شي.
سرچینې ویلي چې د اوزبېکستان ولسمشر د دې پروژې د پلي کېدو لپاره لس میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي دي.
په ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس اوزبېکستان ته د افغان سوداګرو د صادراتو او ټرانزیټ په برخه کې شته ستونزې مطرح کړي اړ د دواړو لورو ترمنځ یې پر هواري هوکړه شوې ده.
دغه راز، په ناسته کې د اوسپنې پټلۍ او سوداګریزو لارو په اړه هم خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې د اوزبېکستان د سوداګرو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او له افغانستانه د مڼو، انارو او نورو کرنیزو محصولاتو د پېرلو او واردولو فرصتونه وڅېړي.










