ژبه

ثاقب: د حج له لګښته څه پیسې پاتې دي او هر حاجي ته خپل حق پیسې بېرته ورکول کېږي

هجرت‌الله کاکړ

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۵

Views: ۱۰۰

کابل (پژواک، ٧ زمری ١٤٠٥): د حج او اوقافو وزارت وایي، سږ کال د حج له لګښته ټولې څه باندې ٩٤.٥ میلیونه افغانۍ پاتې دي او حاجیان کولای شي د خپل حق پیسو ترلاسه کولو لپاره په کابل کې د حج، عمرې او زیارتونو لوی ریاست او ولایتونو کې د حج او اوقافو ریاستونو ته مراجعه وکړي.

د حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، سږ کال چې کوم کسان حج ته تللي وو، له تحویل کړو پیسو يې يو څه پاتې دي چې بېرته ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، سږ کال د لګښتونو لپاره له هر حاجي ٢٦٦ زره او ٤٠٠ افغانۍ اخیستل شوې وې چې ٢٦٣ زره او ١٧٧ افغانۍ یې لګول شوې، ٣٢٢٣ افغانۍ یې پاتې دي چې بېرته به ورته وسپارل شي.

د نوموړي په خبره، سږ کال له ټولو حاجیانو اووه میلیارده، ٨١٨ میلیونه، ۳۰۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ راټولې شوې وې چې له دې جملې اووه میلیارده، ٧٢٣ میلیونه، ٧٤١ زره او ٥۸۳ افغانۍ مصرف شوې دي.

ثاقب وویل، له ياد مقدار پیسو ۹۴ میلیونه، ۵۶۵ زره او ۶۱۶ افغانۍ  پاتې دي چې هر حاجی ته ۳۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د دغو پیسو د ورکولو لړۍ به د راتلونکې شنبې ورځ پیل شي.

د نوموړي په وینا، د سعودي عربستان له لوري د ورکړل شوې سهمیې له مخې، سږ کال ۳۰ زره افغان حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره حرمینو شریفینو ته ولېږدول شول او د حج ټول مراسم یې په بریالیتوب ترسره کړل او وروسته ټول په خیر او سلامت هېواد ته راستانه شول.

هغه وویل، د دغو پیسو د ترلاسه کولو لپاره کوم ټاکلی وخت نه دی ټاکل شوی او د حاجیانو پاتې پیسې به د هغوی د حق په توګه د افغانستان بانک په بېلابېلو څانګو کې امانت پاتې وي؛ حاجیان کولای شي هر وخت چې مراجعه وکړي، خپلې پیسې ترلاسه کړي.

ثاقب له ټولو اړوندو حاجیانو وغوښتل چې د خپلو پاتې پیسو ترلاسه کولو لپاره په کابل کې د حج، عمرې او زیارتونو لوی ریاست «مجتمع الحجاج» او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو اړوندو ریاستونو ته مراجعه وکړي او له ځان سره د پاسپورټ او تذکرې اصلي او رنګه کاپيانې ولري.

همدارنګه په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمدنبي محمدي وویل چې د سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۹ افغان حاجیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، درې حاجیان چې له مخکې یې ناروغي درلوده د درملنې په موخه د سعودي عربستان په یوه روغتون کې بسترې دي.