کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د کندهار یو شمېر خبریالانو او د رسنیو استازو د کندهار له والي ملا محمدشېرین اخند سره په لیدنه کې د ولس د ستونزو او غوښتنو ترڅنګ د خبریالانو او رسنیو اړوند ستونزې او ننګونې ورسره شریکې کړې.
په دې کتنه کې د کندهار والي د مطبوعاتو او رسنیو پر ارزښت ټینګار وکړ او له ټولو ادارو یې وغوښتل چې له خبریالانو سره لازمې همکارۍ وکړي او پر وخت معلومات ورسره شریک کړي.
هغه وویل، د ولس د ستونزو د حل او غوښتنو پوره کېدو لپاره یې هڅې پیل کړې دي او په وینا یې، د بیارغونې، اداري اصلاحاتو، د کندهار د حقونو ترلاسه کولو، تشکیلاتو او عمومي نظم برخو کې عملي ګامونه اخیستل شوي دي.
ملا شېرین اخند ومنله چې په ولایت کې د بېروزګاري او اقتصادي ستونزې شته خو زیاته یې کړه چې دغه ستونزې یې له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل لپاره یې عملي اقدامات پیل شوي دي.
نوموړي دغهراز خبر ورکړ چې ډېر ژر به د دهلې بند، د ارغستان بند، د کندهار ـ روزګان لویې لارې او ولسوالیو ته د غځېدلو یو شمېر نورو سړکونو د جوړولو عملي چارې پیل شي.
په همدې غونډه کې د خبریالانو په استازیتوب د کندهار پرېس کلب مسوول صدیقالله افغان، عطاءالله عمر او محمدیار مجروح خبرې وکړې او د رسنیو او خبریالانو اړوند ستونزې یې شریکې کړې.
دوی په ځانګړې توګه په ځینو ادارو کې معلوماتو ته د نه لاسرسي ستونزو ته اشاره وکړه او له مسوولو ادارو یې وغوښتل چې د معلوماتو شریکولو برخه کې له رسنیو سره لا ډېره همکاري وکړي.
د دې لیدنې په پای کې د کندهار والي خبریالانو ته ډاډ ورکړ هغه معلومات چې محرم نه وي، له رسنیو او خبریالانو سره به پر وخت شریکېږي او له اړوندو ادارو څخه به هم وغواړي چې د معلوماتو شریکولو او لاسرسي برخه کې له خبریالانو سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.