منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۰ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

همکارۍ

۲۳ راپورونه

راپورونه

جلالي د بریتانیا له شارژدافیر د روغتیا برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې د نړۍوالو مرستو اړتیا او غوره مدیریت، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو او د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

غړي

متقي له سره صلیبه په بهر کې د افغان زندانیانو برخلیک معلومولو لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له عمومي رییس سره د لیدنې پر مهال غوښتنه کړې چې دغه کمېټه دې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک معلومولو برخه کې همکاري وکړي.

غړي

متقي له ایرانه د افغان بندیانو په انتقال کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ایراني پلاوي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو کوربه‌توب له امله له ایرانه د مننې کولو ترڅنګ ویلي چې دغه هېواد دې د افغان بندیانو په انتقال کې هراړخیزه همکاري وکړي.

غړي

م.م پنجشېر کې د کانونو، کرنې او ګرځندوی برخو کې د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د پنجشېر له والي سره په لیدنه کې ویلي، دغه سازمان چمتو دی څو په پنجشېر کې د کانونو، کرنې، چاپېریال‌ساتنې، ګرځندوی صنعت، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ښه کېدو برخو کې همکاري وکړي.

غړي

د ا.ا پلاوي ته جاپان ته د رسمي سفر بلنه ورکړل شوه

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د جاپان د ساساکاوا بنسټ مشر او د یوناما پخواني رئیس د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې پر هر اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی او د ا.ا پلاوي ته یې جاپان ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

غړي

د روسیې فدراتیف ماردوفیا هېواد له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده

د روسیې فدراتیف ماردوفیا ولسمشر د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د لرګیو، درملو جوړولو، کرنې، ودانیزو او الکترونیکي توکو صنعتونو برخو کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.

غړي

افغان چارواکو د روغتیا له نړۍوال سازمانه په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

افغان چارواکو د روغتیا له نړۍوال سازمانه د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره د مجهز مرکز جوړولو، د روغتیايي خدمتونو رسولو، د ساري ناروغیو په کنټرول او د روغتیايي سیسټم پیاوړتیا کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

غړي

عزیزي د قزاقستان له سفیر سره افغانستان کې د ډیجیټلي حکومتوالۍ برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ په اړه غږېدلی

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان کې د ډیجیټلي حکومتوالۍ، د هېواد د کانونو برخه کې د پانګونې او نورو برخو کې د دغه هېواد د مرستو په اړه خبرې وکړې.

غړي

چین د افغانستان تحصیلي بنسټونو د استادانو ظرفیت لوړولو برخه کې همکاري کوي

کابل کې د چین سفیر د لوړو زده‌کړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوي او د تحصیلي بنسټونو د استادانو ظرفیت لوړونې برخه کې همکارۍ چمتو دی.

غړي

ایران د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد چټکتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

ایران د افغانستان سرپرست حکومت ته ډاډ ورکړ چې دغه هېواد به د خواف - هرات درېیمې برخې اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد چټکتیا او د انتقالاتو کچې لوړولو په برخه کې لازمه همکاري کوي.

غړي

پاکستان: ګډو اندېښنو ته د رسېدنې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو ګډو اندېښنو ته د رسېدنې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د دغو اندېښنو د هواري او همکارۍ په موخه د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکوي.