کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې د نړۍوالو مرستو اړتیا او غوره مدیریت، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو او د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره ولیدل.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان روغتیا سکټور کې د شته خدماتو د څرنګوالي، شوو پرمختګونو، ننګونو، د نړۍوالو مرستو د اړتیا او غوره مدیریت، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو او له روغتیا سکټور سره د نړۍوالو مرستو د جلب په اړه خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې ویلي: «هڅه کوو چې روغتیایي سیسټم په تدریجي توګه د ځانبسیاینې لور ته یوسو چې په همدې موخه مو د ا.ا.ا له داخلي بودجې څخه په هرې ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د کچې عمومي روغتونونو د جوړېدو چارې پیل کړې دي.»
یاد وزارت لیکلي چې جلالي د روغتیا برخه کې د نړۍوالو روغتیايي ادارو همکاري اړینه وګڼله او د بریتانیا له شارژدافیر یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سرچینې لیکلي، د بریتانیا شارژدافیر د افغانستان روغتیا سکټور د ځانبسیاینې او شفافیت برخو کې په روانو هڅو باندې خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP