ژبه

حنفي: هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د خلکو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي

ارشیف

هجرت‌الله کاکړ

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۲۷

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د امر بالمعروف،‌ نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر وایي چې د دغه وزارت دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د خلکو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي.

د امر بالمعروف،‌ نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر مولوي محمدخالد الحنفي یادې څرګندونې نن په کابل کې د شرعي قانون په تطبیق کې د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، د مرکزي زون د اوو ولایتونو له علماء کرامو، متنفذینو، قومي مشرانو او د رسنیو له استازو سره جوړه شوې غونډه کې وکړې.

هغه وویل، علماء دې هڅه وکړي چې همېشه د منبر له لارې د منکراتو بد عواقب بیان کړي، څو ټول خلک د منکراتو په مخنیوي کې خپل مسوولیت اداء کړي.

هغه زیاته کړه: «د اسلام دین بشپړ شوی او د پیغمبرانو رسالت هم پای ته رسېدلی؛ اوس د دغه بشپړ دین پلي کول زموږ د ټولو شرعي مسوولیت دی او باید هماغسې یې عملي کړو، لکه څنګه چې الله جل جلاله غوښتنه کړې او امر یې کړی دی.»

د ده په خبره، د ټولو شرعي احکامو او قوانینو بشپړ تطبیق ته زمینه برابره شوې او وخت یې دی چې په دغه ګډ مسوولیت کې علماء، قومي مخور او د رسنیز فعالان خپل اتحاد لا قوي کړي او په خپلو چارو کې دښمن ته د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.

هغه دغه‌راز وویل: «موږ به هیڅکله د منفي تبلیغاتو په وجه د شریعت له تطبیقه پر شا نه شو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه راپاتې مسوولیت به پر خپل ټول توان اداء کړو.»

الحنفي وویل، تېره نیمه پېړۍ په افغانستان کې بېلابېل سخت انقلابونه تېر شول چې دغه ملت یې وځوراوه، اوس به ځوانان او مشران هڅه کوي چې د دغه ولس د هر درد دوا شي.

دی وایي: «دښمن هڅه کوي چې په دې اسلامي ټولنه کې سمتي، قومي او ژبني اختلافات جوړ کړي، خو ټول علماء، قومي مخور، ځوانان او د رسنیو مسوولین به د دې شومو پدیدو ختمولو لپاره سره متحد یو ان‌شاءالله.»

د امر بالمعروف وزیر دغه‌راز وویل، اسلام یوازېنی دین دی چې اخلاق یې په اهمو لومړیتوبونو کې دي؛ کله چې په ټولنه کې اسلامي اخلاق مراعات شي، انسانانو ته د هوسا ژوند تېرولو زمینه برابرېږي او ټول منکرات خود به خوده له منځه ځي.

ده دغه‌راز وویل: «موږ نه مخکې د مخالفینو د خوشحاله کولو لپاره له یوه دیني حکم تېر شوي یو او نه به بیا ورڅخه تېر شو.»

هغه دغه‌راز وویل، خلکو، په ځانګړي ډول خویندو ته د خپلو حقونو غوښتلو برخه کې د اسانتیا لپاره ۱۹۱ وړیا شمېره فعاله شوې، هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د خلکو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي.

دی وایي چې د امر بالمعروف وزارت د دغه وزارت دروازې د خلکو پرمخ خلاصې دي؛ ستاسې ټولې غوښتنې، شکایتونه او وړاندیزونه اورېدل کېږي او په جدي توګه څېړل کېږي.

په ياده غونډه کې دیني عالم شیخ محمداسماعیل حنفي وویل، لومړۍ د کلي د مسجد امام دا مسوولیت دی چې په خپله سیمه کې خلکو ته اصلاحي بیان وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د امر بالمعروف وزارت د قانون په تطبیق کې د سیمې وکیلان هم مسوولیت لري او مسوولین دې ورسره خبرې وکړي څو ياد قانون په ښه توګه خلکو ته ورسېږي.

د نوموړي په خبره، ځوانانو ته دې درسي حلقې جوړې شي او علما باید دغه کار وکړي؛ ځکه د ځوانانو اصلاح د ټولنې لپاره مهم رول لري.

همدارنګه په دې غونډه کې قومي مشر ملک عبدالرزاق وویل چې دوی هر وخت د امر بالمعروف له وزارت سره همکاري کړې او د دوی ترڅنګ ولاړ دي.

هغه زیاته کړه چې خلکو ته باید نصیحت په نرمه لهجه او ښو اخلاقو سره وشي.