کابل (پژواک) – ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پولیسو د ماردین ولایت په میدیات ولسوالۍ کې د یوه باروړونکي موټر د پلټنې پر مهال ۸۰ افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه لرل، نیولي دي.
د ترکیې دمیرورن خبري اژانس راپور ورکړی چې د ماردین ولایت د امنیې قوماندانۍ د کډوالو له قاچاق سره د مبارزې او سرحدي لارو چارو برخې ځواکونو د ناقانونه کډوالۍ مخنیوي هڅو په لړ کې په میدیات ولسوالۍ کې یو شکمن باروړونکی موټر درولی دی.
د راپور له مخې، پولیسو د دغه موټر د پلټنې پر مهال ۸۰ افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه لرل، د موټر د بار وړلو برخې په تل کې جوړ شوو پټو ځایونو کې موندلي او نیولي دي.
سرچینې لیکلي چې له دې پېښې سره په تړاو یو کس هم د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوی دی.










