منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۴۱۶ افغانان هېواد ته راستانه شول

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) ـ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۴۱۶ افغان کډوال ازاد او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۴۱۶ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.

سرچینې زیاته کړې چې یاد شمېر افغانان له ازادېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست د لېږد امریت کې ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.