کابل (پژواک): د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي چې دغه هېواد د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په موخه د اسلامي امارت له چارواکو سره تخنیکي خبرې پیل کړِي چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري.
د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر لوران نونز تېره ورځ د فرانسې په پارلمان کې ویلي چې پاریس هڅه کوي د یو شمېر هغو افغانانو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړي چې په دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.
هغه زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې د یو شمېر هغو افغانانو د بېرته ستنولو امکان برابر کړو چې په غیرقانوني ډول په فرانسه کې اوسېږي؛ دا تخنیکي خبرې دي.»
نونز د نورو اروپایي هېوادونو اقداماتو ته په اشارې ویلي چې جرمني هم په دې برخه کې ګامونه اخیستي دي.
د راپور له مخې، د فرانسې خبري اژانس د اکټوبر میاشتې په لومړیو کې د یوې فرانسوۍ ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی و چې پاریس د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اسانه کولو لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې پیل کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر اوس د دغه هېواد د پارلمان د غړو د پوښتنو په ځواب کې دغه خبرې تایید کړې دي.
هغه ویلي چې یو شمېر افغان کډوال ښایي عامه نظم ته ګواښ وي او د دغو کسانو ایستل یې له لومړیتوبونو څخه دي.
بلخوا، د فرانسې په پارلمان کې د زرغون ګوند یوې استازې لیا بالاژ الماریکي د حکومت پر دغه اقدام نیوکه کړې او دا یې له اسلامي امارت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو په لور یو ګام بللی دی.
د یادونې ده چې د روان کال په جون میاشت کې د اسلامي امارت یوه پلاوي په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له چارواکو سره کتلي وو چې د خبرو اصلي موضوع یې د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی او د کډوالو د ایستلو بهیر چټکول وو.











