ژبه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال د یونیسف له استازو سره پر ګډو همکاریو غږېدلی

احمد صهيب حسرت

۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۳:۳۲

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال د یونیسف له مسوولینو سره په لیدنه کې د ماشومانو او ځوانانو د فکري، فرهنګي او هنري ودې برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ادارې (یونیسف) له مسوولینو سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې عزیزي د ماشومانو او ځوانانو د فکري، فرهنګي او هنري ودې برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

عزیزي ویلي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چمتو دی چې د مطالعې فرهنګ عامولو، د عامه کتابتونونو د تجهیز، د ماشومانو لپاره د ادبي او فرهنګي آثارو د تولید، د لیکوالانو د ظرفیت لوړونې او د ګډو فرهنګي پروګرامونو پلي کولو برخو کې لا زیات کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې هره ورځ ګڼ شمېر زده‌کوونکي او ځوانان له عامه کتابتونونو، ملي آرشیف، ملي موزیم او هنرستان څخه لیدنې کوي او د هېواد د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

یاد وزارت لیکلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ادارې مسوولینو د خپلو روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د علمي، فرهنګي او هنري همکاریو د لا پیاوړتیا ډاډ یې څرګند کړ.

سرچینه زیاتوي، د غونډې په پای کې دواړو لورو د ماشومانو او ځوانانو د فکري او فرهنګي ودې او د دوامدارو ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.