بازارک (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د پنجشېر د طبیعي ښکلا لرونکې پریان ولسوالۍ ته د دوبي په موسم کې ګڼ شمېر سیلانیان ورځي، خو د سیمې اوسېدونکي او کارپوهان وایي، د بنسټیزو اسانتیاوو نشتون د دې درې د سیاحتي وړتیاوو د ودې مخه نیولې ده.
ځایي مسوولین وایي، د پریان او د پنجشېر د نورو سیاحتي سیمو د ودې لپاره د اړوندو ادارو په همغږۍ هڅې روانې دي.
پریان؛ د پنجشېر تر ټولو لویه ولسوالي
پریان ولسوالي د هندوکش د جګو غرونو په لمنو کې پرته ده او د شنو درو، بهېدونکو سیندونو، یخو چینو او واورینو څوکو له امله ځانګړی شهرت لري. دا د مساحت له مخې د پنجشېر تر ټولو لویه ولسوالي ده.

دا ولسوالي له تخار، بدخشان، نورستان، بغلان او د پنجشېر له خنج ولسوالۍ سره پوله لري. د دې سیمې ډېری اوسېدونکي پر کرنې، مالدارۍ او دودیزو کسبونو بوخت دي؛ خو په وروستیو کلونو کې کورنی ګرځندوی هم د خلکو لپاره د عاید پر یوې سرچینې بدل شوی دی.
د اسانتیاوو برابرول؛ د سیلانیانو او اوسېدونکو ګډه غوښتنه
د دوبي په دې موسم کې هره ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ګڼ شمېر سیلانیان د پریان درې ته د طبیعي ښکلا د نندارې لپاره ورځي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، د ګرځندوی لپاره د لازمو اسانتیاوو نشتون د سیلانیانو شمېر او د سیمې اقتصادي فرصتونه محدود کړي دي.

د پریان ولسوالۍ اوسېدونکي احمد خالد پژواک ته وویل: «هر کال زموږ سیمې ته زرګونه سیلانیان راځي، خو د استوګنې مناسب ځایونه، هوټلونه او نورې اسانتیاوې نشته، که حکومت او خصوصي پانګهوال ورته پاملرنه وکړي، د سیمې اقتصاد به پیاوړی او خلکو ته به د کار ډېر فرصتونه برابر شي.»
د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حاجي مسعود وایې: «پریان د افغانستان له ښکلو سیمو څخه ده، خو لا هم مناسب بازار او د سیلانیانو لپاره اړین خدمات نه لري. موږ هیله لرو چې د دې سیمې ظرفیتونو ته جدي پاملرنه وشي، څو هم سیلانیان په ارام زړه راشي او هم د خلکو ژوند ورسره ښه شي.»
بل لور ته، سیلانیان هم د پریان طبیعي ښکلا بېسارې بولي، خو هلته د سیلانیانو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه کوي.
له هلمند څخه دغې درې ته راغلی یو تن سیلاني محمد اسحاق، پژواک ته وویل: «ما د افغانستان ډېرې سیمې لیدلي، خو د پنجشیر د پریان درې طبیعي ښکلا راته بېخي ځانګړې ښکاره شوه. جګ غرونه، شنې درې، سړې اوبه او پاکه هوا انسان ته ځانګړی سکون ورکوي. زه باور لرم که د دې سیمې د ګرځندوی لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي، پریان کولای شي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره یو له مهمو سیاحتي ځایونو څخه شي.»
د ګرځندوی د ودې لپاره د اړوندو ادارو هڅې
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملکزاده هم پریان دره د پنجشېر له مهمو سیاحتي سیمو بولي چې هر کال د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ګڼ شمېر سیلانیان ورځي؛ خو زیاتوي چې د پنجشېر ګرځندوی یوازې په پریان پورې محدود نه دی، بلکې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې نورې ګڼې طبیعي او تاریخي سیمې هم شته چې د ګرځندوی د پراختیا وړتیا لري.

نوموړي وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي چې د اړوندو ادارو په همغږۍ دغو سیمو ته لا ډېره پاملرنه وشي، اسانتیاوې پهکې رامنځته شي او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي، څو د ګرځندوی له لارې د سیمهییز اقتصاد په پیاوړتیا او د خلکو د عایداتو په زیاتوالي کې مرسته وشي.
«د پریان درې طبیعي ظرفیتونه د سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهم فرصتونه رامنځته کولای شي»
د کابل پول تخنیک پوهنتون یو تن استاد لطف الله حق نثار پژواک ته وویل چې پریان دره یوازې یوه ښکلې طبیعي سیمه نه ده، بلکې د اقتصادي ودې لپاره هم پراخ ظرفیت لري.

د ده په وینا، د دې درې طبیعي منظرې، د اوبو شتمنې سرچینې او مناسب اقلیم کولی شي د کورني ګرځندوی، کرنې او مالدارۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
هغه زیاتوي: «که د سړکونو، استوګنځایونو او نورو بنسټیزو خدماتو په برخه کې پانګونه وشي، پریان دره به نه یوازې د پنجشیر، بلکې د افغانستان د غرني ګرځندوی له مهمو اقتصادي مرکزونو څخه شي او د سیمې د خلکو لپاره به د کار او عاید نوي فرصتونه رامنځته کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ګرځندوی پراخ ظرفیتونه لري، خو د بیارغونې له روانو هڅو سره سره، د بنسټیزو زیربناوو، مناسبو استوګنځایونو، لارو او نورو خدماتو کمښت لا هم د ګرځندوی د پراختیا پر وړاندې له مهمو ننګونو ګڼل کېږي.