Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د تزئیني ډبرو تولیدوونکي خپلو تولیداتو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

هرات کې د تزئیني ډبرو تولیدوونکي خپلو تولیداتو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
7 Nov 2024 - 15:08
هرات کې د تزئیني ډبرو تولیدوونکي خپلو تولیداتو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
7 Nov 2024 - 15:08

هرات (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۳): هرات کې د تزئیني او ساختماني ډبرو تولیدي شرکتونو مسوولین وايي، که څه هم اوس د مرمر ډبرو د تولید او صادراتو برخه کې کافي ظرفیت لري خو په بازار کې د بدلونونو او د تقاضا نشتوالي له امله یې کاروبار له ننګونې سره مخ دی.

د «اریا د ډبرو تولیدي شرکت» مسوول جامي پژواک خبري اژانس ته وویل چې هرات د بېلابېل ډول تزیني ډبرو د تولید برخه کې د څه باندې ۲۰ فعالو فابریکو په درلودو سره، د هېواد په لوېدیځ کې یوازېني ولایت دی، خو په هېواد کې په ساختماني کارونو کې د دغه ډول ډبرو کارولو فرهنګ د له‌منځه تلو په حال کې دی.

هغه وویل چې په ودانیزو کارونو کې د کورنیو تزئیني ډبرو ځای له ګاونډیو هېوادونو په ډېره کچه واردېدونکي سرامیک نیولی دی.

هغه له خلکو هم وغوښتل څو په خپلو ودانیزو کارونو کې د ښکلا لپاره مرمر ډبرې وکاروي چې له یوې خوا به له کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي او له بل لوري به د خلکو د ودانیو ښکلا ډېره شي.

په هرات کې د «صدف سرد» په نوم د تزئیني ډبرو د تولید شرکت مسوول محمدعلي حسني وايي، په دغه ولایت کې یوازې د ده شرکت د ډبرو د صنعت برخه کې څه باندې یو میلیون ډالر پانګونه کړې او اوس هیله‌من دی چې د ډبرو د تولید شرکتونو لپاره د کانونو په ځانګړي کېدو سره به وضعیت ښه شي.

د هغه په خبره، د هېواد په کچه د بېلابېل ډول تزئیني ډبرو د تولید کچه اوج ته رسېدلې او اړتیا ده چې خلک له کورنیو تولیداتو استفاده او حکومت هم د ډبرو د صادرتو برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

ورته مهال، هغه شمېر کسان چې د ډبرو د تولید او پروسس په مرکزونو کې په کار او فعالیت بوخت دي، هغوی هم له سوداګرو او پانګه‌والو غواړي چې د وارداتو پر ځای د داخلي ډبرو په صنعت کې پانګونه وکړي څو له یوې خوا د داخلي صنعت ملاتړ وشي او له بلې‌ خوا خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د محمد انصاري په نوم یوه کارګر پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی هر ډول ډبرې په هر کچه، ډیزان او طرحه کې چې پېرېدونکی یې غوښتنه وکړي، جوړولای شي او دا چاره دا معنا لري چې افغان ځوانان ظرفیت او نوښت لري او باید د پانګونې له لارې ځوانانو لپاره د کار لا ډېرې زمینې برابرې شي.

د احمدشاه په نوم یو بل کارګر هم له سوداګرو غواړي چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي څو افغان کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاتوي، که سوداګر په هېواد کې دننه بېلابېلې پانګونې وکړي، افغانستان کې به بی‌کاري له منځه ولاړه شي.

خو سره له دې هڅو بیا هم د یو شمېر سوداګرو له لوري د بې‌کیفیته ډبرو واردات روان دي چې دا موضوع د دغه صنعت د فعالانو د اندېښنې لامل شوې ده.

ورته مهال، د هرات د صنایعو او کانونو خونه وايي چې اوسمهال په دغه ولایت کې د حکومت له لوري د ۱۷ کانونو قراردادونه شوي او دا ظرفیت په غوره توګه داخلي اړتیاوې پوره کولای شي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم د یاد مطلب بیانولو ترڅنګ پژواک ته وویل چې د افغانستان تولید ډبره د ښه کیفیت او ښایست په درلودو سره یوازې د هېواد د استخراجي ډبرو برخه ګڼل کېږي او د هېواد داخل کې د خلکو اړتیا پوره کوي.

خو په وینا یې، خو بیا هم له بده مرغه بېلابېلې بې‌کیفیته ډبرې له بهره هېواد ته واردیږي چې کان‌لرونکي او فابریکه‌لرونکي تل له دې چارې زیانمنېږي او هیله‌من دي چې حکومت د بې‌کیفیته ډبرو د وارداتو مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.

بلخوا، د هرات د کانونو ریاست د کادستر امر انجنیر نصیراحمد ناصر وايي، دغه ریاست په هېواد کې د کان‌کیندنې قانون او مقررې له مخې، د ډبرو له صنعت‌کارانو ملاتړ کوي او د دغه ولایت د کانونو متشبثینو ته یې د کانونو ورکولو، د کېندلو د ډول، لېږد او بیې ټاکلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې هرات د ډبرو د استراج له اړخه ځان بسیاینې ته رسېدلی او د دغه ولایت بازارونو ته د نورو ولایتونو ډبرې وارد او له پروسس وروسته بهر ته صادریږي.

د هغه په وینا، هرات ولایت هره میاشت شاوخوا زر مترمربع ډبرې له هېواده بهر په ځانګړې توګه ایران او ترکمنستان ته صادروي او دغه شمېره د فابریکو په پروسس او صادراتو پورې هم اړه لري؛ دا په داسې حال کې ده چې د کانونو وزارت د صادراتو برخه کې هم ټولې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.

د یادولو وړ ده، د ډبرو په صنعت کې ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره داخلي اړتیا باید له کورنیو تولیداتو پوره شي او د هېواد بازارونو ته هم باید د بهرنیو بې‌کیفیته ډبرو د واردېدو مخنیوی وشي، څو همهاله هم له تولیدوونکي او هم له پانګه‌والو ملاتړ وشي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.