غزني ښار (پژواك ۳ ورى ۹۱): د غزني امنيتي چارواكي وايي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې يې د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې عمليات پيل کړي، چې تردې مهاله يې نهه وسلوال او يو شمېر مهمات نيولي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داود شاه وفادار نن (د وري ٣ مه) په غزني کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه عمليات يې د غزني ولايت په اتلسو ولسواليو کې پيل کړي، چې موخه يې د وسلوالو مخالفينو ځپل او د هغوى د مرکزونو له منځه وړل دي.
د ده په خبره، دغه عمليات د افغان ځواکونو له لوري ترسره کيږي ، چې بهرني ځواکونه يې ملاتړ کوي .
د هغه په وينا، د عملياتو له پيل کيدو مخکې يې له وسلوالو مخالفينو غوښتي، چې له وسلوالې مبارزې لاس واخلي او له دولت سره يو ځاى شي.
نوموړي وويل، چې د يادو شويو عمليات پرمهال د غزني په خواجه عمري، اجرستان او اندړو ولسواليو کې نهه وسلوال مخالفين، ٥ عرادې موټر، ٢ موټرسايکلونه او ٣٠ کړۍ ماينونه ترلاسه شوي دي.
جنرال داودشاه زياته کړه: ((په نېول شويو موټرو کې هغه دوه رېنجر موټر هم شامل دي، چې څه موده مخکې طالبانو له افغان امنيتي ځواکونو څخه تښتولي وو.))
د ده په خبره، دغه عمليات به تر هغه دوام وکړي، ترڅو د غزني لرې پرتې سيمې د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه پاکې شي.
د غزني د ملي امنيت رييس سيدامير شاه بيا وايي، چې که سږکال وسلوال مخالفين جګړو ته ادامه ورکړي، د هغوى لپاره به ډېر خونړى وي.
د ده په وينا، دوى يادو عملياتو ته پوره تيارى لري او د غزني ډېرى سيمې، چې تېر کلونه د وسلوالو مخالفينو په لاس کې وې، د وسلوالو له شتون څخه به يې پاکې کړي.
خو د غزني ولايت اوسېدونکي د يادو عملياتو له پيل کيدو اندېښمن دي او وايي چې په دې عملياتو کې بايد د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره کلک تدابير ولري.
د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي دلدار خان پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو څو ځلو عملياتو کې، چې په غزني کې ترسره شول، په کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
نوموړي وويل: ((عمليات ښه دي، چې د وسلوالو پر ضد ترسره شي، خو هر وخت په کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، چارواکي بايد دې ستونزې ته ډېر پام وکړي.))
د هغه په وينا، نه يواځې د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا د عملياتو پرمهال ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې د وسلوالو طالبانو لخوا هم د عملياتو پر مهال په لويو لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کيږي، چې قربانيان يې ډېر وخت ملکي خلک وي.
خو د اندړو ولسوالۍ اوسېدونكى خان محمد بيا وايي، چې دا عمليات به ډېراغېزمن نه وي، ځكه چې د عملياتو له پيل څخه مخکې امنيتي چارواکي د عملياتو خبر ورکوي او وسلوال له سيمو تښتي.
هغه وايي: ((كله چې مخالفين د عملياتو په اړه له راډيوګانو څخه خبر شي، نو دوى له سيمې وځي او يا هم خپلې وسلې پټو ځايونو کې خوندي كوي، خو له عملياتو وروسته بېرته راګرځي.))
د يادونې وړ ده، چې د غزني د ناوې ولسوالۍ اوس هم د وسلوالو طالبانو په واک کې ده او هلته دولتي حاکميت نشته
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن