اسلام اباد (پژواک ٦ غويى ٩١): د افغانستان د سولې، بيارغونې او ا قتصادي پرمختګ په اړه درې اړخيزه غونډه سبا د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پيليږي.
په ا سلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د پاکستان، امريکا او افغانستان استازي ګډون کوي.
سرچينې زياته کړې، چې په غونډه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل عباس جيلاني، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى مارک ګروسمان برخه اخلي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ياده غونډه کې به د درېيو واړو هېوادونو د خوښې وړ موضوعاتو، د افغانستان په مشرۍ د سولې د پروسې د پرمختګ، د سيمې د اقتصادي پرمختګ، د نشه يي توکو پر ضد مبارزه او د افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې کېږي.
په خبرپاڼه کې د دې درې اړخيزې غونډې ترڅنګ اړوند خواوې به ځانګړې ليدنې هم کوي.
په اسلام ابلاد کې د افغانستان سفير محمدعمر داوودزي پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده غونډه کې به د سولې په روانه پروسه هم خبرې کېږي.
هغه زياته کړه، چې د سولې د عالي شورا د مشر استاد برهان الدين رباني د وژنې د څېړلو په موخه د افغانستان او پاکستان د ګډ کمېسيون پر کړنو او لاسته راوړنو هم خبرې کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن