غزني ښار(پژواک ۲ غبرګولی ۹۱) دغزني دولتي چارواکي وايې چي ددغه ولايت په جاغوریو ولسوالۍ کې خاوند خپله ميرمن ووژله.
دغزني ولایت دښځوچارو رييسه شکریه ولي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تيره شپه دغزني په جاغوري ولسوالۍ په سنګ ماشي سيمه کې خاوند خپله ميرمن حليمه چې شاوخوا ٣٥کلنه وه، لومړۍ خفک کړې او وروسته يې وژلي ده.
د شکريه ولي په وينا دپېښې علت تراوسه روښانه نه دى، خو دوژل شوي ميرمني خاوند د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوى پېښه ترڅېړني لاندې ده.
خو هغې وويل چې ښايي مېرمن حليمه د کورنۍ تاوریخوالي له امله وژل شوې وي.
دغزني دښځوچارو ريېسې د معلوماتو له مخې تیر کال د غزني ولايت په بېلابېلو سيموکې نږدي شپږ مېرمني دکورني وتاوريخوالي له امله وژل شوي دي.
څوموده وړاندې هم دغزني ښار اړوند دحکيم سنايې په سيمه کې يوه مور له خپلي لور سره يوځاى د نا معلوموکسانو لخواووژل شوې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن