اسلام اباد (پژواک، ٤ غبرګولى ٩١): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي ، چې د هيواد ولسمشر يې د شيکاګو په غونډه کې د افغانستان د امنيت د ټينګښت په موخه ګډون کړى و .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند معظم احمد نن ( د غبرګولي په ٤مه )په اسلام اباد کې داونيزې غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته وويل ، چې د پاکستان ولسمشر د ځان په ګټه د شيکاګو په غونډه کې ګډون نه و کړى.
هغه وايي، چې په ياده غونډه کې د پاکستان د ګډون يواځنۍ موخه په افغانستان کې د امنيت ټينګښت و.
هغه زياته کړه ، چې په افغانستان کې امنيت او ثبات د پاکستان اوسيمې په ګټه دى .
سره له دې ، چې پر پاکستان تورونه لګول کيږي ، چې د افغانستان په ناامنۍ کې لاس لري، خو د بهرنيو چارو وزارت وياند يې وايي ، چې پاکستان د افغانستان د امنيت د ټينګښت په برخه کې خپل رول لوبولى دى .
د يادونې ده ، چې د امريکا په شيکاګو ښار کې دوه ورځې مخکې د ناټو سرمشريزه غونډه پاى ته ورسېده، چې دافغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ د ٦٠ نورو هيوادونو لوړپوړو چارواکيو په کې ګډون کړى و او له ٢٠١٤ کال وروسته يې په افغانستان کې د ناټو پر رول خبرې وکړې .
د يو شمېر نورو هېوادونو ترڅنګ، پاکستان په دغه غونډه کې له افغانستان سره د شلو ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه هم کړې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن