ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چهاربولک کې ځانمرګي بريد درې عام وګړي ووژل او پنځه پوليس يې ټپيان کړي

12 Jun 2012 - 11:41
12 Jun 2012 - 11:41

مزارشريف ( پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١ ) : د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې ديوه کلينيک مخې ته په شوې چاودنه کې درې عام وګړي وژل شوي او پنځه پوليس ټپيان دي.

د  بلخ دامنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د غبرګولي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه نن له غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو رامنځته شوه.

هغه زياته کړه ، چې نامعلومو کسانو چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل ځاى پر ځاى او هغه يې د کلينيک مخې ته درولى و.

د نوموړي په وينا، په بايسکل کې د چاودنې له امله ديوه ماشوم په ګډون درې عام وګړي ووژل شول او پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

درانى وايي ، چې ټپيان نږدې نظامي روغتون ته لېږدول شوي او دهغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ و.

د ياد کلينيک مسوول ډاکتر عبدالحفيظ وايي، چې دى په کلينيک کې د ناروغانو پر معاينې بوخت و، چې ناڅاپه درنه  چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، عيني شاهدانو ورته ويلي، چې دا يو ځانمرګى بريد و، چې له امله يې درې عام وګړي وژل شوي او شپږ پوليس ټپيان دي.

د ډاکټر حفيظ په وينا، د بريد کوونکي جسد هم په سيمه کې پروت دى.

داختر باى په نامه دسيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې ياد کلينيک د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ ته مخامخ موقعيت لري او پر همدې لاره پوليس هم تګ راتګ کوي، ځکه دا پېښه رامنځته شوې ده.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت هم وايي، چې په چهاربولک ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى ،چې له امله يې دوه عام وګړي وژل شوي دي.

دياد وزارت لخوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يو ماشوم هم په وژل شويو کسانو کې دى او پنځه پوليس برسېرن ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت بسم الله محمدي دغه ځانمرګى بريد غندلى او د وژل شويو کسانو کورنيو ته يې دتسليت مراتب وړاندې کړي دي.

ددې بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version