ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پرون په هېواد کې شاوخوا٨٠ تنه وژل شوي

پرون په هېواد کې شاوخوا٨٠ تنه وژل شوي

author avatar
7 Jun 2012 - 11:32
پرون په هېواد کې شاوخوا٨٠ تنه وژل شوي
author avatar
7 Jun 2012 - 11:32

کابل (پژواک ١٨ غبرګولى ٩١): تېره ورځ په هېواد کې يوه له خونړيو ورځو وه؛ په دې ورځ په بېلابېلو سيمو کې ٨٠ تنه وژل شوي او تر ٧٠ زيات ټپيان دي.

دغه پېښې د هېواد په شمال، لوېديځ ختيځ او سوېل کې رامنځته شوې دي، په دغو پېښو کې هوايي بمبارۍ، جګړې، چاودنې او ځينې طبيعي پېښې هم شاملې دي، چې په ترڅ کې يې دولتي او ناټو سرتېري، وسلوال طالبان او بې ګناه عام وګړي وژل شوي دي.

پرون د غبر ګولي ١٧مه د چهارشنبې ورځ پيل د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو له خوا له يوې خونړې پېښې سره وشو، دغو ځواکونو پر يوه کور هوايي بريد وکړ، چې له امله يې ١٨ عام وګړي ووژل شول.

که څه هم ايساف په دې پېښه کې د عامو وګړو وژنه نه ده تاييد کړې، خو ځايي چارواکي او د سيمې خلک وايي، چې وژل شوي ١٨ واړه عام وګړي دي.

دغه راز د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق پژواک ته ويلي چې په دغه هوايي بريد کې د ملکي وګړو ترڅنګ ٦ وسلوال مخالفين هم وژل شوي دي.

د پرون ورځې تر ټولو لويه خونړۍ پېښه په کندهار ولايت کې دوه غبرګ ځانمرګي بريدونه وو، چې له امله يې لسګونه تنه ووژل شول.

دغه بريد پرون له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د کندهار-سپين بولدک پر لويه لاره هوايي ډګر ته نږدې د ملي اردو قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه په يوه بازار کې شوى وو.

ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټرسايکل ته د يادې لويې لارې په اوږدو کې، هوايي ډګر ته څېرمه په يوه بازارګوټي کې چاودنه ورکړه.

د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې تر لومړۍ چاودنې وروسته چې خلک د قربانيانو مرستې ته ورغلل، دويمه چاودنه وشوه، چې په دواړو پېښو کې ٢٢ تنه عام وګړي ووژل شول او ٥٠ نور ټپيان شول.

خو وسلوالو طالبانو ادعا کړې چې په دغو ځانمرګو بريدونو کې يې لسګونه کورني او بهرني سرتېري او اکمالاتي موټرو چلوونکي وژل شوي دي.

د پرون ورځې د درېيم ځانمرګي بريد د شمالي ولايت فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې ترسره شوى و.

ځايي چارواکو پژواک ته ويلي، چې ځانمرګى بريدګر پلى و او د ميمنې ښار د لودين پر سړک يې ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله يې يو تن ووژل شو او اته نور ټپيان شوي وو.

د پرون ورځې په نورو نا امنيو کې هم ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپيان دي، د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسلوالو طالبانو ترمنځ خپل منځي جګړه شوې وه، چې په ترڅ کې يې د حزب اسلامي يو سرګروپ او پنځه وسلوال طالبان ووژل شول.

دغه راز د لغمان ولايت چارواکو هم د دغه ولايت په مرکز مهترلام کې د يوه قوماندان په ګډون د درېيو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړى و.

په کاپيسا ولايت کې هم پر سيمه ييزو پوليسو چاودنه شوې وه، د چارواکو په وينا، دا چاودنه چې په تګاب ولسوالۍ کې شوې وه، شپږ سيمه ييز پوليس يې وژلي دي.

دغه راز د پکتيکا او غزني ولايتونو د چارواکو په وينا، چې په دوو بېلابېلو چاودنو کې درې عام وګړي وژل شوي او پنځه نور چې ماشومان دي، ټپيان شوي دي.

دغه راز د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو وسلوال بريد وشو، چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او درې نور ټپي وو.

د کابل-جلال اباد پر لويه لاره په مشرانو جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي لطف الله بابا وسلوال بريد شوى و، چې له امله يې دوه ساتونکي ټپي شوي وو.

د شمالي ولايت کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلوالو له خوا درې عام وګړي وژل شوي دي.

بلخوا پرون ناپېژانده وسلوالو د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې هم د يوې مېرمنې په ګډون د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي وو.

د افغانانو ترڅنګ پرون په هېواد کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د ايساف د يوې چورلکې د غورځېدو له امله د دوى دوه سرتېري وژل شوي دي.

د جنګونو ترڅنګ په طبيعي پېښو کې هم پرون ګڼ شمېر افغانانو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

د بادغيس ولايت په مرکز قلعۀ نو ښار کې د تېلو د يوه بېلر چاودنې له امله درې تنه ووژل شول.

دغه راز په نيمروز ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور عام وګړي مړه شوي دي.

دا هغه پېښې وې، چې پرون ورځ پژواک خبري اژانس خپرې کړې او رسنۍ ترې خبرې شوې دي، کېداى شي شمېره له دې هم زياته وي؛ ځکه چې رسنۍ له ډېرو پېښو نه خبريږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.