ژبه

اسرائیلو کې لسګونه زرو کسانو لاریونونو کې ګډون کړی

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۳): په اسرائیلو کې لسګونه زره خلکو په هغو لاریونونو کې ګډون کړی چې له خپل حکومته له حماس سره د یوه جوړجاړي منلو غوښتنه کوي، څو نیول شوي اسرائیلیان خوشي کړي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، دغه لاریونونه له هغه وروسته شوي چې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د هغو شپږ کسانو مړي وموندل چې حماس نیولي وو.

سرچينې لیکلي، په اسرائیلو کې په لسګونه زره خلکو په هغو لویو مظاهرو کې ګډون کړی چې له لارې یې له خپل حکومته له غزې د پاتې یرغمل کسانو خوشي کېدو لپاره له حماس سره د یوه جوړجاړي د منلو غوښتنه کوي.

په یاد هېواد کې یوې ډېرې بانفوذه ټولنې «هیستادروت» د مظاهرو د دغه غورځنګ د ملاتړ لپاره د دوشنبې ورځ د ټوليز کاربنديز غوښتنه هم کړې ده.

راپور کې راغلي، د اسرائیلو سیاسي اپوزېسیون مشر یائیر لاپید هم په هغو کسانو کې شامل دی چې پر حکومت یې د عملي اقدام لپاره د فشار زیاتولو په موخه د اعتصاب ملاتړ اعلان کړی دی.

بل لور ته، د اسرائیلو پلازمېنې ښاروال هم پر اېکس یوه پیغام کې ویلي، تل ابیب ښاروالي به هم له اعتصاب‌کوونکو سره یوځای شي.