جلال اباد ( پژواک ١٨ مه وږي ٩١) په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د ننګرهار استازو او قومي مشرانو له خپل والي وغوښتل، چې د ختيځ زون په کچه دې د واليانو او قومونو يوه ستره غونډه د وروستيو نا امنيو په اړه را وبولي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي او د ختيځو ولايتونو جهادي شورا مشر حاجي حضرت علي د شهيدانو د اونۍ په غونډه کې له ننګرهار والي غوښتنه وکړه، چې د خراب امنيت حالت، پر کونړ د توپچي بريدونو او په ختيځه سيمه کې د ديني علماوو او قومي مشرانو د ترور او وژنې په اړه دې دغه غونډه ژر تر ژره جوړه کړي.
د هغه په وينا، نه پوهيږي، چې ولې د سولې کور د نا امنۍ په کور بدل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په بېلابېلو سيمو کې وسلوال مخالفين او ورانکاري د خلکو ژوند ګواښي.
حضرت علي وويل: ((طالب يوه ښه پلمه جوړه شوې او هر ډول خپلسري خلک د طالب له نومه ګته پورته کوي.))
نوموړي په امريکايانو نيوکه وکړه، چې د ستراتيژيک تړون له مخې بايد د پاکستانيو بريدونو ځواب ورکړي، چې تراوسه چوپ پاتې دي.
ده وويل: ((زه د قول اردو قوماندان وم، هر ډول وسلې او تجهيزات رانه امريکايانو ټول کړل.))
د ده په خبره، د ختيځو ولايتوو واليان دې يوه ستره قومي غونډه راوبولي او له هېواده د دفاع د انقلاب په نوم دې ولسونه راپورته کړي.
د دوربابا ولسوالۍ يوتن قومي مشر ملک کوتر خان پژواک اژانس ته وويل، چې دى د شينوارو قوم په استازيتوب د حاجي حضرت علي د دغې غوښتنې بشپړه ننګه کوي.
د هغه په وينا، د دوربابا وروستۍ پېښې، چې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي بريد نوي تنو ته مرګ ژوبله واړوله، ټول ولسونه دردولي دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ظابط اميرمحمد دره نوري پژواک اژان ته وويل، دولت بې وسه او چارواکي له وېرې له دولتي ودانيو څخه د شګو بورۍ او سمټي دېوالونه راتاو کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې که د ختيځ ټول قومونه يو دريځ خپل نه کړي او په يو غږ له هغو خلکو سره مقابله ونه کړي، چې سيمه يې نا ارامه کړې، د دولت له لوري يې امنيت ټينګول ناشونى دى.
د هغه په وينا، د سټېج پر سر د چارواکو په خبرو تر هغې يقين نه کوي، ترڅو چې يې په عمل کې پيدا نه کړي.
بلخوا د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي پژواک ته وويل، د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې يې د سترو قومي غونډو لړۍ پيل کړې، چې ډېر ژر به يې لومړۍ د ولايت او بيا د زون په کچه ستره قومي غونډه راوبولي.
والي وويل، چې د زون په کچه د سترې غونډې په اړه يې د قومي مشرانو نظرونه او وړانديزونه راغونډ کړي دي.
د يادونې ده، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې د ختيځو ولايتونو امنيت ګډوډ شوى، چاودنې، غلاوې او د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې، چې خلک يې له اندېښو سره مخ کړي دي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن