غزني ښار (پژواک، ۲ تله ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د يو لړ ګډو عملياتو په ترڅ کې يې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د حقاني شبکې ١١ غړي ووژل.
د غزني د ملي امنيت رييس سيدامير شاه سادات د تلې په ۲ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه په قره باغ ولسوالۍ کې ترسره شوي، چې څو ساعته يې دوام وکړ.
د ده په وينا، په دغو عملياتو کې، چې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري د يادې ولسوالۍ د اکبر کلا او جنګل کلا په سيمه کې ترسره شول، د ملا ذاکر کوچي او ملا اغاجان کوچي په نومونو د حقاني شبکې د دوو قوماندانو په ګډون ۱۱ وسلوال وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي هغه کوچيان وو، چې هم يې د پاکستان تابيعت درلود او هم د افغانستان او په قره باغ ولسوالۍ کې يې فعاليت کاوه.
سادات وويل، چې په دغو عملياتو کې د ګډو ځواکونو لاس ته يوه اندازه وسلې او مهمات هم ورغلي دي.
د ده په خبره، چې په دغه پېښه کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړيو ته زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د قره باغ ولسوالۍ، چې د غزني ښار جنوب لوېديځ لور ته په ۴۵ کيلو مترۍ کې پرته ده، يوه ناارامه سيمه بلل کيږي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن