ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد شينوارى: استعفا ته اړ کړى شوى وم

9 Oct 2012 - 15:01
9 Oct 2012 - 15:01

کابل (پژواک ١٨ تله ٩١): د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانى اجرائيوي رييس وايي، چې ده په خپله استعفا نه ده ورکړې، بلکې دغه کار ته اړ کړى شوى و، خو د کرکټ بورډ مسوولين دا ادعا ردوي.

وړمه ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې اجرائيوي رييس ډاکټر حامد شينواري او مرستيال يې نسيم الله دانش له خپلو دندو استعفا کړې ده.

سرچينې زياته کړه، چې بشير ستانکزى به د نوو چارواکو تر ټاکل کېدو پورې د لنډمهال اجرائيوي رييس په توګه دنده ترسره کوي.

خو پخوانى اجرائيوي رييس ډاکټر حامد شينوارى وايي، چې د لوړو پوړو چارواکو له خوا پر ده فشار و، چې له دې دندې ګوښه شي.

هغه د کرکټ بورډ پر پخواني عمومي مشر او ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال نيوکه وکړه، چې دى يې نه پرېښود، چې په ازاده او خپلواکه توګه خپل کارونه ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه: ((پخوانى اجرائيوي رييس نسيم الله دانش په خپله زاخېلوال له دندې ګوښه او زه يې پر ځاى وګومارلم، خو تېره مياشت يې بېرته د مرستيال په توګه وګومارلو.))

د شينواري په وينا، که چېرې په نسيم الله دانش کې د دې وړتيا وه، نو بيا يې ولې له رياست څخه ګوښه کړى و او دى يې ولې د هغه پر ځاى وګوماره.

هغه د دې ټولې لوبې تر شا د زخېلوال د يوه ورور توريالي زاخېلوال او د ولسي جرګې د يو شمېر وکيلانو لاس وباله او زياته يې کړه، چې دغو کسانو د شخصي ګټو او شخصي مصلحتونو لپاره د کرکټ بورډ په چارو کې لاسوهنه کوله او ګډوډي يې رامنځته کړې وه.

د کرکټ بورډ پخوانى اجرائيوي رييس وايي، چې اداره يې په ښه توګه روانه وه او په داسې حال کې چې د کرکټ بورډ په چوکاټ کې د مرستيال اجرائيوي ُپست هم نشته، بيا هم د مصلحتونو او دسيسو له مخې نسيم الله دانش پر دغه پوست ټاکل کېږي.

د هغه په وينا، د څه مودې لپاره يې د همدغو اداري ستونزو او بهرنۍ لاسوهنې له امله استعفا ورکړې وه، خو د زاخېلوال له خوا ونه منل شوه، خو اوس يې استعفا په څو دقيقو کې منل کېږي.

نوموړى وايي، چې د دې ټولې لوبې تر شا يوه دسيسه وه، چې د ده د ګوښه کولو لپاره جوړ شوې وه.

حامد شينواري پر پخواني عمومي رييس تور پورې کړ، چې هغه له کرکټ بورډ سره له زړه همکاري نه کوله او دغه اداره يې د خپل شخصي شهرت او ګټو لپاره وکاروله.

هغه زياته کړه، چې کرکټ بورډ په هېواد کې د ملي يووالي د راوستلو لپاره ښه وسيله ده او له دولتي چارواکو يې وغوښتل، چې دې ملي ادارې بايد د شخصي ګټو لپاره استفاده ونه شي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې په کرکټ بورډ کې دي کار، اهل کار ته وسپارل شي، په واسطو دې خلک نه مقرروي او پوستونه دې د ازادې سيالۍ له لارې اعلان کړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې دا ستونزې يې ولې پر خپل وخت کې نه بيانولې، وويل، چې ډاکټر حامد شينواري له وزارت څخه نيولې تر پارلمان او ارګه پورې خپل غږ رسولى، خو هېچا يې خبره نه ده اورېدلې.

هغه د افغانستان له دولته دا غوښتنه هم وکړه، چې د کرکټ بورډ د ستونزو د هوارۍ لپاره يو کمېسيون جوړ کړي، څو دا ټولې ستونزې او موضوعات وڅېړي.

ډاکټر حامد شينواري د خپلو يونيم کلنو لاسته راوړنو په اړه وويل، چې په دوره کې يې ملي لوبډلې په نړيوالو سياليو کې ٩٠ سلنه لوبې وګټلې، په سيمه ييزه او نړيواله کچه يې شهرت پيدا کړ او په هېواد کې دننه کورنى کرکټ پياوړى شو.

د هغه په وينا، په هېواد کې دننه په نړيوال معيار برابر د کرکټ دوه ميدانونه جوړ شول او پر ځينو نورو کار روان دى.

حامد شينواري د يوې پوښتنې په ځواب کې پژواک ته وويل، چې دى به په راتلونکي کې هم د کرکټ خدمت کوي، خو دا يې رد کړه، چې بيا به په دې اداره کې دنده ترسره کوي.

خو د کرکټ بورډ پخوانى مرستيال نسيم الله دانش وايي، چې پر ده هېچا فشار نه و اچولى، بلکې په خپله خوښه يې استعفا ورکړې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د کرکټ بورډ د عمومي مشر تر ټاکل کېدو مخکې شهزاده مسعود ده او حامد شينوراي ته وويل، چې خپل اختلافات له منځه يوسئ او په ګډه کار وکړئ، خو د ده په وينا، چې ډاکټر حامد شينواري ناغېړي کوله.

نوموړي ادعا وکړه، چې ډاکټر حامد شينواري د کرکټ بورډ اداره شخصي کړې وه، د خپلې خوښې کارونه يې کول او د ده د دورې ګڼ شمېر کسان يې له دندو ګوښه کړي وو.

د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود هم وايي، چې پر هېچا يې د استعفا ورکولو لپاره فشار نه دى اچولى.

هغه پژواک ته وويل، چې د اجرائيوي مشر حامد شينواري او مرستيال نسيم الله دانش ترمنځ ژور اختلافات وو او ده ورته د اختلافاتو له منځه وړلو سپارښتنه کړې وه.

نوموړي زياته کړه: ((دا يوه ملي اداره ده، موږ بايد په ګډه کار کړى واى، خو دوى دواړو په ګډه کار نه کاوه او نه يې هم اختلافات له منځه يوړل، بالاخره دوى استعفا ورکړه او ما ومنله.))

شهزاده مسعود وايي، چې له يادو چارواکو سره يې ښې اړيکې درلودې اوس يې هم لري، خو د دوى د اختلافاتو له امله د کرکټ لوبې او د کرکټ بورډ اداره زيانمنه کېده.

هغه د يادو ګوښه شوو چارواکو پر ضد هر ډول دسيسه رد کړه او زياته يې کړه، څوک چې وړتيا لري، هغه په دې اداره کې کار کولى شي.

پژواک هڅه وکړه، چې د يادو څرګندونو په اړه د ماليې د وزير عمر زاخېلوال نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version