ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي سوداګرو د هرات د جامع جومات د بيارغولو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه

16 Nov 2012 - 11:50
16 Nov 2012 - 11:50

هرات(پژواک،٢٦ لړم٩١): دهرات جامع جومات، چې دغوريانو دسلطنت پرمهال جوړ شوى دى ، د بيارغونې په برخه کې يې ملي سوداګرو د مرستو ژمنه وکړه .

د هرات ولايت د سوداګرۍ  خونې مرستيال او ملي سوداګر حاجي توريالي غوثي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هرات د جامع جومات د بيارغونې لپاره ګڼو سوداګرو دمرستو ژمنې کړې دي .

هغه زياته کړه : ((د هرات جامع جومات يو تاريخي ځاى دى ، چې ساتل يې د ټولو دنده او دهرات سوداګرو يې اوس د بياجوړلو نيت کړى دى .))

د هرات د جامع جومات د جوړونې شورا مرستيال او د دې ولايت د اطلاعاتو او کولتور پخواني رييس ولي شاه بهره وويل ، چې د دې  جومات د جوړونې په شورا کې سوداګر او صنعتکاران برخه لري او د جومات د جوړنې لپاره يې د مرستې ژمنه کړې ده.

هغه د شورا د غړيو دشمېر  په اړه معلومات ورنکړل .

بهره زياته کړه : ((موږ د هرات له جامع جومات سره د مرستې لپاره فورمې جوړې کړي،چې د مرستې پيسې يوه بانکي حساب ته ځي او په روڼ ډول د جومات دجوړولو د شورا لخوا لګول کيږي .))

د تاريخ پوهانو د معلوماتو له مخې، دهرات جامع جومات د نړۍ په کچه څلورم لوى جومات دى ، چې له تاريخي ارزښته هم برخمن دى .

د بهره د معلوماتو له مخې، دهرات جامع جومات، افغانستان ته داسلام د دين له راتګ  څخه وړاندې د زردشتيانو معبد و . دغه جومات په اوسنۍ بڼه د دولسمې او ديارلسمې پيړيو ترمنځ د غوريانو د سلطنت پرمهال ورغول شو.

اوس په دغه جومات کې په يوه وخت کې زرګونه لمونځ کوونکي ځاييږي .

دهرات مرستيال والي اصيل الدين جامي وويل ، چې د هرات د جامع جومات ډيره برخه نړېدلې وه او بيارغونې ته يې اړتيا درلوده .

هغه زياته کړه ، چې د ياد جومات د بيارغونې لپاره يې څو ځله په پلازمېنې کابل کې اړوند مراجعو ته وړانديز کړى، خو چا يې غږ نه دى اورېدلى .

د هرات د جامع جومات په جوړولو کې  د نارينه وو ترڅنګ ښځينه سوداګرو هم ونډه اخيستې  ده .

يو له دې ښځينه سوداګرو څخه نجيبه سادات ده ، چې ويې ويل: (( زه وياړم چې د جومات د جوړولو په برخه کې  د مرستې کولو چانس راکړل شو.))

د هغې د معلوماتو له مخې، د هرات پنځوسو نورو ښځينه سوداګرو هم د ياد جومات دجوړلو لپاره دمرستې ټټر وهلى دى .

د ملي سوداګرو ترڅنګ د هرات يو شمېر کسبګرو او صنعتکارانو هم د ياد جومات د جوړولو لپاره د مرستې ژمنه کړې ده .

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې  مرستيال فريد احمد مولوي زاده وويل ، چې شاوخوا درې سوه صنعتکارانو په هرات کې  له ياد جومات سره دمرستې کولو لپاره چمتوالى ښودلى دى .

 د هرات د جامع جومات ملاامام او خطيب هيبت الله وويل ، چې په لومړي سر کې د جومات  چت او کاشي کارۍ  ته اړتيا لري  او ورسته به د جومات فرش هم چمتو کيږي.

هغه هيله وښوده ،چې د جومات پاتې نورې برخې به هم ورغول شي

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version