کندوز (پژواک،٢٩ مرغومى ٩١): د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د اتيا کسيزې ډلې په فارغېدو سره په دغه ولايت کې د پوليسو تشکيل ، چې ١٣٥٠ ته رسيږي، بشپړ شو .
د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې علي اباد ولسوالۍ ته د سيمه ييزو پوليسو ١٥٠ تنه منظور شوي و، چې ٧٠ تنه يې دوه اوونۍ مخکې او ٨٠ تنه اوس فارغ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دوى ته د کورنيو او بهرنيو پوځيانو لخوا د حقوق بشر، تالاشۍ ، د وسلو کارولو او پوليسي قوانينو په اړه زده کړه ورکړل شوې دي.
حسيني وايي، چې دغه پوليس د سيمي د خلکو په غوښتنه او د مخورو تر ضمانت وروسته جذب او د امنيت په برخه کې په کار ګومارل کيږي.
افغان سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې دوه کاله مخکې رامنځته شوي او په هغو ځايونو کې په دنده ګومارل کيږي، چې په کې د ملي پوليسو شتون کم وي.
حسيني وويل، چې اوس د کندوز په کچه د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ، چې ١٣٥٠ تنه و، بشپړ شوى او دوى په چهاردره، امام صاحب، دشت ارچي او علي اباد ولسواليو او د کندوز مرکز په ګور تپه سيمه کې ځاى پر ځاى دي.
د علي اباد د لاله ميدان سيمې يوه اوسيدونکي محمد علي پژواک ته وويل، چې له څو کلونو راهيسې ددوى په سيمه کې نا قانونه وسلوال او د دولت مخالفين خلک ځوروي، که چيرې سيمه ييز پوليس په دغه سيمه کې مېشت شي، نو د امنيت په برخه کې به اغېزمن تمام شي.
هغه زياته کړه: (( خلک د خپلسرو وسلوالو لخوا ځورول کيږي او په کار ده، چې دولت ددوى د خپلسري او د خلکو د ځورولو مخه ونيسي.))
خو امنيتي چارواکي وايي ،چى سيمه ييز پوليس د علي اباد هر برخې ته چې اړتيا وي، د امنيت په برخه کې ونډه اخلي.
له بلې خواپه هغه راپور کې ، چې د مرغومي په ٢٦مه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له خوا خپور شوى ، راغلي ،امريکا پلان لري، چې له افغانستان څخه د خپل جګړه ييز ځواک تر وېستلو وروسته هم د سيمه ييزو پوليسو روزنې ته ادامه ورکړي، خو افغان حکومت ورسره په دغه کار کې اختلاف لري.
تر اوسه د افغانستان په ګڼ شمېر ولسواليو کې دغه پوليس فعال شوي، چې په ځينو سيمو کې خلک ترې خوښ او په ځينو کې بيا ترې شکايت کوي.
واشنګټن پوسټ د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي، د دوى په ګومان په ناامنو سيمو کې سيمه ييزو پوليسو د امنيت په ټينګښت کې مهم رول درلودلى دى.
خو د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغان حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر کرزي له امريکا سره د سيمه ييزو پوليسو د روزني پر دوام مخالفت ښودلى دى.
په راپور کې راغلي، ولسمشر کرزى په دغه باور دى، چې سيمه ييز پوليس ناقانونه ملېشو ته ورته دي او د نورو امنيتي ځواکونو واک هم تر پوښتنې لاندې راولي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا څلورنيم زره امريکايي ځانګړي ځواکونه د ١٨ زرو افغان سيمه ييزو پوليسو پر روزنې بوخت دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن