کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩١): ولسمشر کرزي د اسلامي نړۍ له ديني عالمانو وغوښتل، چې د سعودي د مفتي په څېر د ځانمرګو بريدونو د حراموالي فتوا صادره کړي.
دغه څرګندونې د حامد کرزي وياند ايمل فيضي د سلواغې په ١٨مه، ماښام ناوخته له پژواک خبري اژانس سره له مصر څخه په ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه وويل، ولسمشر کرزي د مصر په وخت نن مازيګرمهال د اسلامي همکاريو سازمان د مشرانو په دولسمه غونډه کې وينا وکړه.
حامد کرزى په يادې غونډه کې د ګډون په موخه، نن د مصر پلازمېنې قاهرې ته تللى دى.
فيضي زياته کړه، د ولسمشر په وينا کې د نورو خبرو ترڅنګ څلور مهمې موضوعګانې يادې شوې.
د هغه له قوله، حامد کرزي په ډاګه کړه، چې ترهګر د اسلام له نوم او له سپېځلو ځايونو، لکه جوماتونو او مدرسو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او ځوانان افراطيت ته هڅوي.
ده د اسلامي نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې په خپلو هېوادونو کې د ترهګرۍ او د هغوى د ورانکارو کړنو مخه ونيسي.
فيضي وايي، کرزي په دې کنفرانس کې د مسلمانو هېوادونو له ديني عالمانو وغوښتل، چې د سعودي عربستان د مفتي په څېر د ځانمرګو بريدونو د حراموالي فتوا صادره کړي.
د سعودي عربستان مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله آل شيخ د تېرې عرفې په ورځ د وينا پرمهال ځانمرګي بريدونه حرام بللي وي.
ده زياته کړې وه: ((ځانوژنه حرامه ده او عاملين يې د الله له لوري د دردوونکي عذاب مستحق دي.))
د فيضي د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي دغه راز وويل، چې ترهګري او افراطيت افغانستان او پاکستان دواړه ګواښي او په دې برخ کې يې له پاکستانه د رښتينې همکارۍ غوښتنه وکړه.
دى وايي، کرزي په خپله وينا کې د افغانستان د سولې پر پروسې هم رڼا واچوله او په ډاګه يې کړه، چې د افغانستان د سولې پروسه د افغانستان د دولت له خوا، چې د سولې عالي شورا يې مشري کوي، پر مخ ځي.
ده له ټولو اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې ورسره مرسته وکړي.
سرچينه زياتوي، چې ولسمشر په ميانمار، فلسطين، سوريې او مالي هېوادونو کې شته ستونزو ته په اشارې وويل، چې يادې ستونزې دې د خبرو او يووالي له لارې له منځه يوړل شي.
دغه راز حامد کرزي د فلسطين د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ وکړ او د اسراييلو له خوا يې د فلسطين په خاوره کې د ښارګوټو د جوړېدو غندنه وکړه.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن