اسعداباد (پژواک، ٢١ کب ٩١): په کونړ کې په لومړي ځل د ښځو د لاسي صنايعو د خرڅلاو درې ورځنى نندارتون جوړ شو.
د ښځو او ماشومانو د ظرفيت لوړونې موسسې مشرې نوريې منصف پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد نندارتون يې نن د ولايت په مقام کې په لاره واچاوه، چې درې ورځې به دوام وکړي.
هغې زياته کړه، دې نندارتون د کونړ د ښځو له لاسي صنايعو سربېره د ننګرهار، کابل او پروان ولايتونو مېرمنو خپل لاسي صنايع د خرڅلاو لپاره راوړي دي.
د نوموړې په وينا، له دې لارې غواړي ښځو ته کار وکړي او د هغوى د اقتصاد د ښه کولو لپاره هڅه وکړي.
د کونړ د ښځو چارو رييسه نسيمه شفيق سادات بيا وايي، دا لومړى ځل دى چې په دې ولايت کې د ښځو د لاسي صنايعو د خرڅلاو لپاره دا ډول نندارتون جوړېږي.
هغې د کونړ له نورو مېرمنو هم وغوښتل، چې خپل لاسي صنايع دې نندارتون ته راوړي.
نوموړي د دې ترڅنګ چې د دې نندارتون په جوړولو يې خوښي وښوده، له نورو مرسته کوونکو موسسو يې هم وغوښتل، چې د ښځو د پرمختګ لپاره دا ډول هڅې وکړي.
د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي د دې نندارتون په مراسمو کې وويل، د دې ولايت د ښځو د لاسي صنايعو د بازار موندنې لپاره يې په څلورنيم جريبه ځمکه کې د يوه پارک د جوړولو چارې پيل کړې دي.
دى زياتوي، په دې پارک کې دوه پوړيز مارکېټونه هم جوړېږي، چې ښځې به په کې خپل لاسي صنايع پلوري.
هغه د کونړ د ښځو د پرمختګ لپاره په هره مياشت کې د سل زرو افغانيو د مرستې اعلان هم وکړ.
د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمران وويل: “کونړ ته د نورو ولايتونو د مېرمنو راتګ په هېواد کې د سولې او يووالي پيغام له ځان سره لري.”
د نندارتو ن يوې ګډونوالې نيلوفر پژواک ته وويل، سره له دې چې په لومړۍ ورځ دومره څوک نه وو راغلي، خو بيا يې څو جوړه ښځينه جامې پلورلې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن