ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماليې وزارت په خوست کې ٣١ مامورين په ناقانونه توګه په دندو ګومارلي

19 Mar 2013 - 15:40
19 Mar 2013 - 15:40

خوست ښار ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : د خوست چارواکي ادعا کوي، چې د ماليې وزارت ددې ولايت په مستوفيت او ګمرک رياستونو کې ٣١  کسان په غير قانوني توګه په دندو ګومارلي  ، خو وزارت دغه ادعا ردوي.

د خوست ولايت له مقام څخه د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې ولايت کې د ماليې وزارت له لوري د ولسمشر د حکم خلاف  په خپلسري ډول په مستوفيت او ګمرک رياستونو کې ۳١ مامورين په غير قانوني ډول په دندو ګومارلي دي.

سرچينې زياته کړې ،چې  د مامورينو د استخدام په برخه کې د ولسمشر د ۹۸۷ ګڼه حکم ، چې  په ۱۳۹۱-۲-۱۹نېټه ټولو وزارتونو، مستقلو ادارو او ولايتونو ته صادر شوی ، په څرګنده حکم کوي، چې ټول مامورين بايد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون په چوکاټ کې د ازاد رقابت له  لارې پر دندو وګومارل شي او له دې وروسته هېڅ ارګان  حق نه لري، چې د دغه طرزالعمل خلاف ګومارنې وکړي.

خو د خوست ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ماليې وزارت د ولسمشر د صادرشوي ۹۸۷ ګڼه حکم ، د ۴۵ ګڼه فرمان او همداشان د ملکي خدمتونو د مامورينو د استخدام قانون د لسمې مادې او لومړۍ فقرې خلاف د خوست په ګمرک کې ٢٤  او په مستوفيت کې اوه کسان پر مهمو دندو ګومارلي دي.

په خبرپاڼه کې د خوست د ګمرک او مستوفيت د مسوولينو په حواله ادعا شوې، چې ياد کسان له لوړپوړو چارواکو سره نږدې اړيکې لري او دوی يې په مخنيوي کې بې وسه دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د خوست اداري مجلس په غوڅ اکثريت سره  پرېکړه وکړه،چې دغه ګومارنې بايد بېرته مستردې شي او د ازاد رقابت د پروسې له لارې دې  د قانون او حکم په رڼا کې ترسره شي.

د خوست د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمېسيون استازی هارون مجاهد هم تاييد کړې، چې په دغه ولايت کې ٣١ کارکوونکي د ګمرک او مستوفيت په رياستونو کې په غير قانوني ډول  په دندو ګومارل شوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د دوی اداره په دې ګومارنه هيڅ خبره شوې نه ده.

بلخوا نن په کابل کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ديوې خبري غونډې په ترڅ کې په دې وزارت کې د پراخو بدلونونو خبر ورکړ.

له دې مخکې د ماليې وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ماليې د وزير په وړانديز او د ولسمشرۍ ماڼۍ د مقام په منظورۍ د ماليې په وزارت کې ياد بدلونونه رامنځته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د عوايدو د کچې د لوړېدو، له شتو وړتياوو څخه په اغېزمنه توګه د کار اخيستلو او د هغو ژمنو د تحقق په منظور، چې د توکيو په کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې سره شوي ، د ماليې وزير د جمهوري رياست لوړ مقام ته په دې وزارت کې د لويو رياستونو او د کليدي رياستونو په کچه د نورو بدلونونو وړانديز هم کړی و ، چې د هغه مقام له لوري منظور شوي دي.

د ماليې وزارت وياند وحيد الله توحيدي پژواک اژانس ته وويل ، چې ماليه لوى وزارت دى او په يو ځل پکې د پي ار ار پروسه نه شي تطبيقيدلاى.

خو هغه زياته کړه ، چې په دې وزارت کې هم دغه پروسه روانه ده او په راتلونکي کې به د ازاد رقابت له لارې ټول مامورين په دولتي دندو وګومارل شي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version