مزارشريف (پژواک ١٥ غويى ٩٢): په شمال کې مېشت سوله ساتي ځواکونه وايي، چې افغانان د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو امنيت په خپله نيولی شي.
په مزارشريف کې د شمال زون د سوله ساتو ځواکونو (ايساف) قوماندان جنرال وولمر تېر ماښام په خبري ناسته کې وويل، چې په هر اړخيزه توګه د افغانانو لپاره د ۲۰۱۴ کال ځکه مهم دی، چې د دغه کال د ټاکنو امنيت افغانان په خپله نيسي.
نوموړي زياته کړه، چې د تېرو ټاکنو په پرتله اوسمهال په افغان ځواکونو کې هر اړخيز مثبت بدلونونه راغلي، چې د خپل هېواد د امنيت ساتنې وړتيا يې وربښلې ده.
د هغه په وينا، په شمال کې د افغان ځواکونو په شمېر کې درې برابره زياتوالی راغلی، نوې وسلې يې تر لاسه کړې، په همدغه زون کې ورته د مسلکي زده کړو مرکزونه جوړ شوي، چې دا هر څه د دوی روحيه پياوړې کوي.
وولمر وويل: ((افغانستان خپلواک هېواد دی، د دغه هېواد د ټاکنو برخليک په خپله له افغانانو سره دی، هغوی اوس د دې وس لري، چې د خپلو ټاکنو امنيت په خپله ونيسي.))
نوموړي زياته کړه، دوی د مشورې په توګه له افغان ځواکونو سره مرسته کولی شي؛ خو دا په دې معنا نه، چې دوی به د ټاکنو په ورځ د افغانانو يواځې سيل کوي، بلکې مرسته به ورسره کوي او ملاتړي به وي.
وولمر وويل، هيله لري، چې افغانانو به خپل راتلونکى درک کړی وي او په ټاکنو کې به د خپلې رايې د کارونې له حق څخه نه په شا کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د المان له ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې سرتېري پاتې شي.
د هغه په وينا، هڅه به وکړي، په شمال کې چې يې په کومو برخو کې پروژې پيل کړې، بشپړې کړي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن