باميان (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٢) د دايکنډي ولايت د خدير ولسوالۍ په ترافيکي پېښه کې، اتو ديني علماوو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه پېښه نن له غرمې مخکې د خدير ولسوالۍ په پشت روق سيمه کې رامنځ ته شوه او لامل يې د سړک ويجاړتيا او د موټر چلوونکي نه پاملرنه ښودل شوې ده.
د دايکنډي امنيه قوماندانۍ جنايي امر سمونمل نوروزعلي پژواک خبري اژانس ته وويل: دغه عالمان، چې د روژې مبارکې مياشتې د تبليغ په موخه د خدير او کيتي ولسواليو ته تللي وو، له دوى څخه ډک تونس موټر په پشت روق سيمه کې له سړک اوښتى او دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې اړه نور اضافي معلومات په لاس کې نه لري او د پېښې نور جزييات به په راتلونکي کې اعلان شي.
خو د دايکنډي ولايت مرستيال حبيب الله دادمنش وويل، چې د امنيي راپورونو له مخې په دغه ترافيکي پېښه کې اته تنه ديني عالمانو ژوند له لاسه ورکړى او دوه تنه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې د پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دى معلوم، خو ګومان کېږي، چې له سړک څخه د موټر وتل د دغې پېښې د رامنځ ته کېدو لامل شوى وي.
دادمنش زياته کړه، چې دغه ديني عالمان د خدير او کيتي ولسواليو اوسېدونکي وو، چې د ديني او مذهبي مسايلو د تبليغ په موخه کليو او بانډو ته تللي وو.
د ويلو ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په ياده سيمه کې فلاينکوچ موټر د غره له لمنې څخه لاندې راوغورځېد، چې له امله يې درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن