جلال اباد( پژواک، ٤ زمرى ٩٢) : د ننګرهار ولايت په يوه سرحدي پوسته د وسله والو طالبانو په بريد کې ، دوه وسله وال طالبان وژل شوي، څلور طالبان او درې پوليس ټپيان شوي دي .
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي نن د (زمري په ٤مه ) پژواک اژانس ته وويل ، چې وسله والو مخالفينو تېره شپه يوه بجه د هسکې مېنې د ګورګوري پريوې پوستې بريد وکړ .
نوموړى وايي ، چې پوليس وتوانېدل ، چې د وسله والو مخالفينو دغه بريد په شا وتمبوي.
ده وويل ، چې په دغه بريد کې دوه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي او دغه راز درې پوليس هم ټپيان شوي دي.
د پېښې په ځاى کې د پوليسو يوه قوماندان ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ، پژواک ته وويل ، چې د وسله والو څلور مړي په سيمه کې پاتې دي.
سرچينې د ټپي پوليسو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله .
له بلې خوا وسله اوالو طالبانو ادعا کړې ، چې پر يادې پوستې د بريد په ترڅ کې يې اوو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د وسله والو طالبانو له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوي ايميل کې ويل شوي ، چې ياد بريد تېره شپه ١٢بجې تر سره شوى او په ترڅ کې يې درې پوليس وژل او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
همدارنګه دوى په دغه بريد کې د خپل يوه ملګري د وژل کېدو خبر هم ورکړى دى.
هسکه مېنه ولسوالۍ د جلال اباد ښار سوېل ختيځ لورته په ٦٠کيلومترۍ کې پرته ده .
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن