کابل (پژواک ١١ زمرى ٩٢): په هلمند کې د شپږم سرحدى زون پوليسو ۹۱ کيلوګرامه لانده تارياک ونيول.
د هلمند د شپږم سرحدي زون قوماندانۍ د کشف امر سمونمل عبدالااحمد وايي، پوليسو دغه ترياک وړمه شپه د ګرمسېر ولسوالۍ د بنادر په سيمه کې نيولي دي.
دى زياتوي، چې دغه ترياک په رېګو کې ځاى پر ځاى شوي و، خو پوليسو د کشفي معلوماتو له مخې تر لاسه کړل.
د هغه په وينا، د دې ترياکو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن