کابل-جلال اباد (پژواک ٣٠ زمرى ٩٢): دولتي ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د لسو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايت د مرکز ميدان ښار اړوند د شاه کابل په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو له خوا تېره شپه عمليات ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د دوو پاکستانيانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او دوه عرادې موټرسايکل ترلاسه شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل، چې يو بل طالب د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوى او مړى يې د سلطان خېلو په سيمه کې موندل شوى دى.
بلخوا په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي، چې په کونړ ولايت کې يې د عملياتو پر مهال پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ياد قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عمليات تېره شپه د ناړۍ ولسوالۍ د جنګل ګوشه په سيمه کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په عملياتو کې ملي اردو ته زيان نه دى اوښتى او د وژل شوو کسانو مړي په سيمه کې پاتې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن