کابل (پژواک ٥ لړم ٩٢): د کابل ښار د احمد شاه بابا مينې په ساحه کې د ماين چاودنې يوه اوه کلنه نجلۍ ووژله او د ملي اردو پنځه منسوبين يې ټپيان کړل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا پېښه نن سهار رامنځته شوې ده.
سرچينه وايي، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې څه نه دي ويلي.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمست ستانکزى وايي، چې ياده چاودنه د کابل ښار د احمد شاه بابا مينې په ساحه کې د ملي اردو د منسوبينو پر يوه موټر شوې ده.
ستانکزي پژواک ته وويل، چاودېدونکي توکي په يوه بوشکه کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې د ملي اردو د منسوبينو د موټر پر وړاندې وچوول شول.
سرچينه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يوه اوه کلنه نجلۍ وژل شوې او د ملي اردو پنځه منسوبين ټپيان دي.
ستانکزي وويل، چې د پېښې په تړاو د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته په استول شوي برېښناليک کې ويلي، چې چاودنه يې د دفاع وزارت د کار کوونکو پر کاسټر موټر ترسره کړې ده.
مجاهد ادعا کوي، چې په دې پېښه کې يې د دفاع وزارت شپږ افسران وژل شوي، خو نورو کسانو ته زيان نه دى رسېدلى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن