کابل (پژواک ٢٣ لړم ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار په يوه جومات کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي نن له غرمې مخکې د کابل ښار د حضرت امام محمد باقر په جامع جومات کې د عاشورا په مراسمو کې برخه واخيسته.
سرچينه وايي، په دغو مراسمو کې ولسمشر د امام حسين او د هغه د يارانو روح ته دعا وکړه او د لوی خدای له درباره يې په هېواد کې د سراسري سولې، امنيت او د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي د لا ټينګښت هيله وکړه.
د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (صلى الله عليه و سلم) لمسى امام حسين او د هغه ٧٢ ياران پر همدې ورځ (د ٦١ هجري قمري کال د محرم الحرام په لسمه) د عراق د کربلا په دښته کې د وخت د حاکم، يزيد له خوا په ډېرې بې رحمۍ سره شهيدان شول.
د محرم الحرام لسمه (عاشورا) د اسلام د ستر پيغمبر د لمسي او يارانو روح ته د دعا په موخه، هر کال د هېواد په مرکز او ولايتونو کې لمانځل کېږي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن