ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروې: يو شمېر افغانان تر ټاکنو وروسته د ژوند د ښه کېدو هيله لري

سروې: يو شمېر افغانان تر ټاکنو وروسته د ژوند د ښه کېدو هيله لري

author avatar
5 Dec 2013 - 12:44
سروې: يو شمېر افغانان تر ټاکنو وروسته د ژوند د ښه کېدو هيله لري
author avatar
5 Dec 2013 - 12:44

کابل (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢): د ايشيا فونډېشن په نوې سروې کې راغلي، چې له ٩ زرو پوښتل شوو افغانانو ٥٦ سلنه يې هيله څرګنده کړې، چې د راتلونکي کال ټاکنې به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

دغه سروې نن (د ليندۍ ١٤مه) د ياد بنسټ له لوري په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال اعلان شوه.

د ايشيا فونډېشن مرستيال عبدالله احمدزي وويل، چې دغه بنسټ د روان لمريز کال د چنګاښ او زمري په مياشتو کې د ټاکنو، اداري فساد، نا امنۍ، ښځو او وزګارتيا په برخو کې له ٩٢٦٠ افغانانو سره مخامخ مرکې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې دغه سروې د ٣٤ ولايتونو په ښارونو او کليو کې ترسره شوې ده.

احمدزى وايي، چې له سروې شوو کسانو ٥٦ سلنه يې ويلي، چې راتلونکې ټاکنې کولاى شي د دوى په ژوند کې رغنده رول ولوبوي.

خو هغه وايي، چې دغه خلک د ټاکنو ورځې د امنيت په اړه جدي اندېښنه لري.

د هغه په وينا، د سروې شوو کسانو ٣٠ سلنه يې نا امني، ٢٦ سلنه يې اداري فساد او ٢٥ سلنه يې وزګارتيا په هېواد کې تر ټولو مهمې ستونزې بللې دي.

د احمدزي په خبره، د سروې شوو کسانو ١٥ سلنه ويلي، چې د ملي شورا تر څنګ پر دولتي ارګانونو يې د تېرو کلونو په پرتله باور کم شوى دى.

خو هغه وايي، چې ياد کسان بيا په دې اند دي، چې له وسله والو مخالفينو سره د دولت هڅې مثبته پايله لرلى شي.

احمدزي زياته کړه: ((دغه ډله کسان چې وايي د سولې په برخه کې د دولت هڅې مثبتې پايلې لرلى شي، د ګاونډي هېواد پاکستان په سرحدي سيمو کې د پرتو ولايتونو اوسېدونکي دي.))

د نوموړي په خبره، د سروې شوو له ډلې ٨٨ سلنه کسانو ويلي، چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښټ په موخه په ملي اردو او ٧٢ سلنه يې ويلي، چې له پوليسو څخه ملاتړ کوي.

د ايشيا فونډېشن د ښځو څانګې مشرې نجلا ايوبي وويل، د ٩٢٦٠ کسانو له ډلې، چې مرکې ورسره شوي، ٣٨ سلنه يې ښځې دي.

هغې زياته کړه، چې ٦٠سلنه سروې شوو ښځو ويلي، اندېښنه لري، چې د ټاکنو په ورځ به وکولاى شي خپله رايه وکاروي او کنه؟

ايوبي وايي، سروې شوو ښځو دا هم ويلي، چې زده کړو ته نه لاسرسى، کورني تاوتريخوالي او د بوختياوو نه شتو هغه ستونزې دي، چې ورسره مخ دي.

د ياد بنسټ چارواکي وايي، چې دغه راپور به افغان دولت، مدني ټولنې، بهرنيو هېوادونو او مرستندويانو ته وسپاري، څو پر بنسټ يې له خلکو سره په اړوند چارو کې مرستې وکړي.

د يادونې ده، چې په تېرو دوولسو کلونو کې دا نهمه او تر ټولو لويه سروې ده، چې د ايشيا فونډېشن له خوا ترسره کېږي.

ايشيا فونډېشن يو نړيوال پراختيايي غير انتفاعي او په ټوله اسيا کې د ژوند د وضعيت د سمون ته ژمن بنسټ دى، دغه بنسټ په ١٩٥٤م کال کې په افغانستان کې خپل فعاليت پيل کړى دى، چې د ښې حکومتوالۍ، قانون جوړونې او د ټاکنو په برخو کې مرستې کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.