کابل (پژواک ١٦ سلواغه ٩٢): د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د پاکستان د پنجاب پوهنتون لوبـډلې ته په يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د پنجاب لوبډلې ګـټلې وه، خو لومړى يې د افغانستان لوبـډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډله په ټاکل شوو ٤٤ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٠ مڼدې جوړې کړې او د پنجاب لوبـډلې ته يې د ٢٦١ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري عثمان غني ٨٦ ، احسان الله ٥٠، او يونس خان هم ٥٠ مندې جوړې کړې.
هوتک وايي، چې د پنجاب لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبـډله يې په ٤٤ اورونو کې په ١٦١ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٩٩ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان ١٩ کلنو لوبډلې له لوري شرف الدين اشرف په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د پنجاب پوهنتون لوبډلې ٥ لوبغاړي يې وسوځول، عبدالله عادل او شاهد، دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د ١٩ کلنو ملي لوبـډله نړيوال جام ته د چمتووالي او تياريو په موخه يوه مياشت پاکستان ته تللې وه چې د تمريناتو ترڅنګ يې يو شمېر دوستانه لوبې ترسره کړې، چې له ٩ لوبو څخه يې اوه وګټل او د پاکستان د ١٩ کلنو پياوړې لوبډلې ته يې هم ماتې ورکړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن