کابل (پژواک ١٠ کب ٩٢): د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې په هلمند ولايت کې يې د يو لړ ځانمرګو بريدونو مخه نيولې ده.
په کابل کې د ياد رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې د هلمند ولايت په مربوطاتو کې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر او درى موټرسايکلونه نيولي دي.
دغه راز سرچينې ويلي، چې په دغو عملياتو کې څلور د ځانمرګي واسکټونه، يو راکټ، دوه پيکاوې، شپږ کلاشينکوفونه، تومانچه او نور چاودېدونکي هم ترلاسه شوي دي.
د ملي امنيت په اعلاميه کې راغلي، وسله والو غوښتل چې له يادو توکو په ګټې اخيستنې، د هلمند ولايت پر دولتي تاسيساتو او د ټاکنيز کمپاين پر مهال پر کانديدانو بريدونه ترسره کړي.
سرچينه وايي، چې له دغو توکو سره د تړاو په تور درى کسان نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن