مزارشريف (پژواک دوري لومړۍ نېټه٩٣ ) د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د زرګونو تنو په شتون کې د حضرت علي (رض) ته د منسوب زيارت جنډه ديولړ مراسمو په ترڅ کې پورته شوه.
هر کال د وري په لومړۍ ڼېټه د مزارشريف ښار د حضرت علي روضه کې د يو لړ دولتي مراسمو په ترڅ کې جنډه درول کېږي.
سږکال هم د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو خلکو په ګډون د دولتي مراسمو په ترڅ کې د توپونو د ډزو په بدرګه، د روضې جنډه ودرول شوه.
په يادو مراسمو کې د اطلاعات او فرهنګ وزير، د شمال زون دولتي او امنيتي لوړ پوړو چارواکو او په مزارشريف کې د بهرنيو هېوادونو استازو او کونسلګرانو برخه اخيستې وه.
د روضې په شمال او سوېل کې په زرګونو ښځې او نارينه د جنډې د مراسمو د لېدو لپاره راټول شوي وو.
د بلخ والي عطا محمد نور په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د نوي لمريزکال د رارسېدو له امله مبارکي وويله او هېله يې وښوده، چې دغه کال به د سولې او خوشالۍ کال وي.
نور،د وينا پرمهال په دغه ولايت کې د امنيت، بيارغونې، حکومتوالۍ، فرهنګي او سياسي حالاتو په اړه خبرې وکړې.
امنيتي چارواکي وايي، چې دتېر کال په پرتله دوه برابره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول شيرجان دراني پژواک ته وويل، د تېر کال په مراسمو کې د درې زره امنيتي ځواکونو له خوا امنيت نيول شوى و ، خو سږکال دغه شمېره شپږ زرو ته لوړه شوې ده.
په يادو مراسمو کې د اطلاعات او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين هم د نوروز په اړه له لنډو خبرو وروسته خلک په ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅول.
نوموړي هم د ټاکنو په روڼتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې که عام خلک ټاکنو ته په جدي توګه ارزښت ورکړي، نو ښې به تر سره شي.
د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي، چې سږ کال دغه مراسم د تېر په پرتله کم رنګه، د خلکو او چارواکو ګډون هم کم وو.
د نقيب الله په نامه د مزار ښار يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل ، چې پخوا به ډېر چارواکي د ولسمشر لومړى مرستيال او د کابينې غړي راتلل، خو سږ کال يواځې يو تن راغى.
هغه زياتوي ، چې پخوا به دټول ښار سړکونه بند او د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه، خو سږ کال يواځې د روضې شاوخوا لارې بندې وي، نو په ښار کې کراري وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن