پل علم-لښکرګاه (پژواک ١٢ ورى ٩٣): چارواکي وايي، چې په لوګر او هلمند ولايتونو کې د بېلابېلو پېښو له امله ٩ وسله وال وژل شوي او ٥ نور ټپيان دي.
د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې نن شاوخوا يوه بجه د لوګر په ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون هغه ٦ وسله وال په چاودنه کې ووژل شول، چې يوه ځانمرګي بريدګر ته يې د چاوېدونکو توکو ډک واسکټ ور تاړه.
د دغه رياست له لوري د وري په ١٢مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پېښه د ياد ولايت د څرخ ولسوالۍ د شش کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې د وژل شوي طالب قوماندان د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
بلخوا د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالاحد چوپان وايي، چې تېره ورځ ناوخته د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سيمه کې پوليسو د عملياتو پر مهال ٣ وسله وال طالبان وژلي او٥ نور يې ټپيان کړي دي.
چوپان د وري په ١٢مه پژواک ته وويل، چې پوليسو د يادو عملياتو پر مهال ۲۱ کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړي دي.
د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو موخه په سيمه کې د راتلونکو ټاکنو امنيت لپاره هڅې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن