غزني ښار (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): د غزني د اندړو ولسوالۍ د پاڅونوالو قوماندان له وسله والو طالبانو سره په يوه نښته کې ووژل شو.
د دغه ولايت مرستيال والي احمدعلي احمدي د وري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه نن سهار وختي د اندړو ولسوالۍ د کنسپ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د اندړو د پاڅونوالو قوماندان عباس له وسله والو طالبانو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوى او درې نور ملګري يې ټپيان شوي دي.
خو د اندړو ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې قوماندان عباس له خپلو درېيو ملګرو سره وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د يادونې ده، شاوخوا دوه کاله مخکې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد د سيمې اوسېدونکو پاڅون پيل کړ ، چې وروسته بيا نورو ولسواليو ته هم وغځېد.
پاڅونوالو تر اوسه ګڼ شمېر سيمې له وسله والو نيولي، خو په دې ترڅ کې ګڼ شمېر پاڅونوال هم وژل شوي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن