کندهار ( پژواک، ٣١ ورى ٩٣ ) : د کندهار هوايي ډګر د زندان د څېړلو په موخه ګومارل شوى پلاوى کندهار ولايت ته را ورسېد او دغلته يې د کندهار د والي په ګډون له يو شمېر مسوولينو سره وليدل.
د کندهار ولايت يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل ،چې په راغلي پلاوي کې د ملي دفاع وزارت د نظامي پوليسو قوماندان تورنجنرال غلام فاروق بارکزى، د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې مشر او غړى عبدالشکور دادرس، عبدالکريم قانت او د ملي دفاع ادارې د امنيت برخې او د وزيرانو شورا د دارالانشاء او د چارو ادارې د عمومي رياست کارپوه بريد جنرال انورشاه شامل دي.
دغه پلاوى تر هغه وروسته نن د وري په ٣١مه کندهار ولايت ته راغى ، چې ولسمشر کرزي په کندهار هوايي ډګر کې د زندان د شتون او د بهرنيو ځواکونو له خوا د يو شمېر زندانيانو د نيولو په اړه، چې اوسمهال د کندهار په هوايي ډګر کې بنديان دي، د څېړنې حکم وکړ.
د تورنجنرال غلام فاروق بارکزي په مشرۍ دغه پلاوي د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا، مرستيال عبدالقديم پتيال، د سولې شورا له رييس حاجي عطا محمد احمدي او د امنيت له امر سمونوال رحمت الله اطرافي سره وکتل.
بارکزي له والي سره په ليدنه کې وويل، هغوى د ولسمشر د حکم پر بنسټ د بهرنيو ځواکونو له لوري د يو شمېر افغانانو د زنداني کولو او د هغوى د شمېر د څرنګوالي د څېړلو په موخه راغلي دي.
هغه زياته کړه، پلاوى به د بنديانو قضيې څېړي، د هغوى برخليک به ټاکي او د زندان د بندولو په موخه به قانوني اقدام کوي.
دى وايي، هغوى خپل کار همدا نن پيلوي او د خپلو کړنو راپور به ډېر ژر ولسمشر ته وسپاري.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا پلاوي ته ژمنه ورکړه، چې په اړوندو چارو کې به ورسره مرسته کوي.
دغه راز د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وويل، چې بهرني ځواکونه ډېر مهال په خپلسرې توګه عمليات کوي.
هغه غوښتنه وکړه، چې بهرني ځواکونه دې د عملياتو پر مهال افغان ځواکونه خبر کړي.
که څه هم د کندهار چارواکي له راغلي پلاوي سره د ليدلو پر مهال د مرستو ژمنه کړې، خو په کندهار هوايي ډګر کې د زندان له شتون څخه ناخبري ښيي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولايتي اداره اصلاً د دغه زندان له شتون څخه خبره نه ده او نه هم چا ورته په دې اړه شکايت کړى دى.
د کندهار د استيناف محکمې رييس مولوي عبدالغفار صايم هم وايي، چې د زندان له شتون څخه خبر نه دى، خو که چېرې وي هم، نو دا په تمامه معنا ناقانونه زندان دى او د حکومت حاکميت تر پوښتنې لاندې راولي.
په کندهار کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون وياند عزيز اکرمي وايي، چې يواځې يې کله نا کله د هغو خلکو شکايتونه ورته رسېدلي، چې خپلوان يې بهرنيو ځواکونو زندانيان کړي، خو د زندان له شتون څخه خبر نه دي.
د کندهار د استيناف څارنوالۍ رييس څارنوال عبدالخالق هم وايي ، چې په کندهار هوايي ډګر کې د زندان د شتون په اړه معلومات نه لري، خو څه موده وړاندې د هلمند ولايت يو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې وه، چې بهرنيو ځواکونو يې خپلوان وړي او اوس په زندانونو کې نشته.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې دوى د رسنيو له لارې له دې موضوع خبر شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن