جلال اباد(پژواک،٨غويى٩٣):د پچير اګام ولسوالۍ د پوهنې مدير د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوى دى.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري د غويي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د لمانځه پر مهال د پچير اګام ولسوالۍ د پوهنې مدير لعلون د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوى دى.
دى وايي، د نوموړي شاوخوا څلور کاله کېدل، چې په ياده ولسوالۍ کې يې دنده ترسره کوله.
ده زياته کړه:(( د پوهنې د مدير کور په جلال اباد ښار کې و او معمولاً هره ورځ خپلې دندې ته تلو.))
شينواري وويل، مدير لعلون د پوهنې د مديريت له يوه بل کارکوونکي سره د ګېره خېلو په سيمه کې شپه وه، سهار مهال جومات ته د لمانځه لپاره روان و، چې د ناپېژانده وسله والو له لوري وتښتول شو.
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول ياده کړنه د پوهنيز بهير پر وړاندې خنډ اچوونکې وبلله او پر امنيتي ځواکونو يې غږ وکړ، چې د نوموړي د خلاصون په موخه دې هڅې وکړي.
بلخوا د يادې ولسوالۍ امنيتي چارواکو هم ياده پېښه تاييد او زياته کړې يې ده ، چې د نوموړي د خلاصون په موخه د امنيتي ځواکونو هڅې روانې دي.
ياده دې وي، چې مدير لعلون له دې وړاندې په بټي کوټ،رودات،مومندرې او يو شمېر نورو ولسواليو کې د پوهنې د مدير په توګه دندې ترسره کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن