جلال اباد (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): په ننګرهار کې د شهيدانو وارثينو او معيوبينو ته د کلني معاش د لوړوالي تر څنګ يې د ورکړې په برخه کې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
دغه مطلب د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس عبدالحکيم شېرزاد نن د يوې ځانګړې مرکې پژواک خبري اژانس ته وويل او زياته کړه چې پخوا به معلولينو او د شهيدانو وارثينو ته د کال ١٨ زره افغانۍ معاش ورکول کېده، خو اوس د پيسو ياده اندازه ٦٠ زره افغانيو ته لوړه شوې ده.
ده زياته کړه: ((له موږ سره شاوخوا ١٥ زره معيوبين او د شهداوو وارثين ثبت شوي، چې له پخوا څخه ورته موږ ربع وار معاشونه ورکوو.))
دى وايي چې معاش اخيستونکو د نيوکو پر اساس يې اوس له عزيزي بانک سره خبره کړې او په نږدې وخت کې به د معيوبينو معاشونه د بانک له لارې ورکړل شي.
د نوموړي په وينا، دا مهال له دوى سره شاوخوا ٤زره متقاعدين هم ثبت او راجستر دي ، چې هغوى هم د معاشاتو په اخيستو کې ستونزه لري.
نوموړي زياته کړه، هڅه به وکړي په راتلونکي کې د ياد رياست ټولې چارې کمپيوټري شي او د کمپيوټر له لارې ثبت او راجستر هم صورت ونيسي.
بلخوا د ننګرهار يو شمېر معيوبين او د شهدا وارثين د دغه اقدام هرکلى کوي او وايي چې وروسته له دې به دوى وکولى شي، چې خپل معاش په ټاکلي وخت ترلاسه کړي.
د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى نعمت الله چې پر پښو شل دى پژواک اژانس ته وويل ، چې پخوا به دوى ته د ټول کال پيسې ورکول کېدې، چې هم کمې وې او هم پر ټاکلي وخت د دوى د درد نه دوا کېدې.
دى زياتوي، چې اوس که څه هم له يوې خوا د دوى پيسې زياتې شوې له بلې خوا به يې په بانک کې په خپل وخت ورکړي.
نعمت الله وويل: ((زموږ خو نور عايد نشته کله به مو پيسو ته ضرورت و، بيا به په انتظار وو، چې کله زموږ نوبت راځي.))
د جلال اباد ښار يوه بل متقاعد مامور احسان الله پژواک ته د کار او ټولنيزو چارو د رياست پر دغه اقدام خوښي وښوده او ويې ويل ، چې که ياده کړنه عملي شي، نو د دوى ستونزې به له منځه لاړې شي.
دى وايي: ((که پيسې ډېرې وي او که کمې ، خو چې پر خپل وخت يې راکړي، په کار به مو راشي.))
ياده دې وي ، چې له دې وړاندې ټولو معيوبينو، د شهداو وارثينو او متقاعدينو ته په نوبت پيسې ورکول کېدې، چې په يو کال کې هر شخص ته يو ځل نوبت رسېده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن