زرنج (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٣): نيمروز ولايت کې به د شل کيلومتره سړک په جوړلو سره زرګونه کورنۍ د سړک له اسانتياوو برخمنې شي او همدارنګه به زماني واټن هم د پخوا په پرتله پنځه برابره کم شي.
دغه ٢١ کيلومتره اوږد سړک د نيمروز له مرکز زرنج ښار څخه د چهاربرجک ولسوالۍ تر سربند سيمې پورې غځېدلى دى.
دغه سړک اته متره پلنوالى لري او په اساسي ډول به د ٢٠ سانتي مترو په ډبلوالي سره ورغول شي.
د يادې نښلونکې پروژې چارې نن پيل شوې او ټاکل شوې، چې له يوه کال څخه په کمه موده کې بشپړ او ګټې اخيستو ته وسپارل شي.
د نيمروز والي امير محمد اخندزاده، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه سړک ځينې برخې د سېلابونو له امله سختې زيانمنې شوې وې.
هغه زياته کړه، چې دغه سړک د فوايد عامې وزارت له لوري د شاوخوا ٢٥٠ ميليون افغانيو په مرسته جوړيږي او د دغې ولسوالۍ د شاوخوا ٢٧ زره کسانو ترڅنګ به زرنج شاوخوا د اويا کليو اوسېدونکو ته د نښلوونکو لارو اسانتياوې برابرې شي.
دا سړک په داسې حال کې پخيږي، چې له دې وړاندې د چهاربرجک ولسوالۍ خلکو ويلي و، چې دولت دوى د بيارغونې د پروژې په ځانګړي ډول د سړک جوړونې په برخه کې، چې د دوى له عمده ستونزو څخه بلل کېږي، له ياده ايستلي دي.
خو اوسمهال دوى ډېر خوشحال دي او هغه په خپل ژوند کې د بدلون سبب بولي.
د چهاربرجک يوه اوسېدونکي حميدالله وويل، چې اوسمهال د سړک د خرابوالي له امله د زرنج ښار او سربند سيمې تر منځ واټن يو ساعت دى او د سړک له جوړېدو وروسته به هر موټر دغه واټن د ١٠ دقيقو په ترڅ کې ووهي.
هغه زياته کړه: ” زموږ ولسوالۍ له ايران او پاکستان سره پوله لري او موږ مجبور يو چې خوراکي او سون توکي له زرنج ښار څخه يوسو او د سړک پخول موږ ته ډېر حياتي اهميت لري.”
د سيمې يوه قومي مشر عبدالقيوم وويل، چې د سړک خرابوالى د ناروغانو د مړينې سبب ګرځي او په وروستي يوه کال کې د هغه د تره د لور په ګډون، چې ميندواره وه، درې تنو روغتون ته د لېږد پر مهال د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړ.
د هغه په وينا، اوسمهال له چهاربرجک څخه زرنج ښار ته کرايه زر افغانۍ ده او که چېرې دا ټول سړک جوړ شي، نو نه يواځې څو ځلې به د لارې کرايه کمه شي، بلکې بزګران به خپل ټول محصولات او د سيمې اوسېدونکي به خپل ټول ناروغان ژر تر ژره زرنج ښار ته لېږدوي.
د ويلو ده، چې په چهاربرجک ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو نه شتون د دې لامل شوى، چې د يادې سيمې اوسېدونکي په لوړه بيه او له ډېرو ستونزو سره زرنج ښار ته ځانونه ورسوي او خپلې ستونزې حل کړي او د دې ترڅنګ نقليه وسايط د سړک د خرابوالي له امله د لارې په اوږدو کې خرابيږي او موټر چلوونکو ته ډېر زيان اوړي.
چهاربرجک، د نيمروز ولايت له لرې پرتو ولسواليو څخه ده، چې له زرنج ښار څخه ١٣٥ کيلومتره لرې پرته ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن