ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بارک اوباما يو ځل بيا له عبدالله او اشرف غني سره خبرې کړي

26 Jul 2014 - 08:25
26 Jul 2014 - 08:25

واشنګټن (پژواک ٤ زمرى ٩٣): د امريکا ولسمشر بارک اوباما يو ځل بيا د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره خبرې کړې دي.

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنيسټ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې ولسمشر بارک اوباما پرون د جمعې په ورځ له دواړو افغان کانديدانو سره په  ټيلېفون کې خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو اړيکو پر مهال دريو واړو مشرانو د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو د رايو د بياشمېرنې او څېړنې پر پروسې خبرې وکړې.

نوموړى وايي چې ولسمشر بارک اوباما له دواړو افغان کانديدانو مننه وکړه چې د ټاکنيزو لانجو د هواري لپاره د ملي يووالي حکومت او د رايو د بياڅېړنې په اړه پرېکړې ته سره ورسېدل.

بارک اوباما له دواړو کانديدانو وغوښتل چې د ملي ګټو لپاره په ګډه د يوه حکومت په جوړولو کار وکړي.

هغه دغه راز راز دواړو کانديدانو ته په ډاګه کړه، چې د ټاکنيزو لانجو د هواري لپاره پر شوو پرېکړو عمل وکړي او د عملي کولو لپاره يې خبرو او مذاکرې ته ادامه ورکړي، څو افغان ولس د ټاکنو پر پروسې باور وکړي.

اوباما يو ځل بيا په ډاګه کړه، د دې لپاره هېڅ توجيه نشته، چې د ټاکنيزو شخړو پر مهال دې د اساسي قانون پر ضد ګامونه پورته کړى شي.

هغه له دواړو کانديدانو وغوښتل چې په ډيموکراتيکه توګه دې په افغانستان کې د واک د لېږد پروسه په برياليتوب ترسره کړي.

د يادونې ده، د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو لانجه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځګړيټوب په دې هواره شوه چې د ملي يووالي حکومت د جوړېدو  تر څنګ به د ټولو رايو بيا څېړنه کېږي.

له تېرې اونۍ راهيسې دا پروسه پيل شوې ده، خو په دې منځ کې دوه ځلې د رايو بيا څېړنه د دواړو کانديدانو د ټيمونو تر منځ د اختلافاتو له امله ودرېده خو بېرته پيل شوه.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version