ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څرخي پله سلګونو زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړى

29 Oct 2014 - 12:08
29 Oct 2014 - 12:08

کابل( پژواک ٧ لړم ٩٣): د کابل د څرخي پله په زندان کې سلګونو زندانيانو له پنځو ورځو راهيسې د نه خوړو اعتصاب کړى او وايي تر هغه دوام ورکوي چې غوښتنې يې ومنل شي.

يو زنداني چې ځان يې محب الله او د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف اوسېدونکى معرفي کړ، د ټېلېفون له لارې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ده او د ياد زندان د څلورم بلاک شاوخوا ١٨٠٠ زندانيانو له شپږو ورځو راهيسې د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى.

هغه وايي، چې له اعتصاب کوونکو زندانيانو څخه ٢٠٠ تنو يې خولې هم ګنډلې دي.

دى وايي، زندانيانو ځکه اعتصاب کړى، چې څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني احمدزى زندان ته ورغلى و او زندانيانو ورته يو لړ وړانديزونه وکړل ، خو تر اوسه نه دي منل شوي.

د ده په وينا،د ټولو پر اعدام محکوم شويو کسانو له اعدام څخه معاف کېدل،د عمومي عفوې  اعلان، په ناعلاجه ناروغيو د اخته او لوړ عمر لرونکو زندانيانو خوشې کېدل، د زندانيانو د حبس مودې د تخفيف په اړه د ولسمشر د تېرو فرمانونو عملي کېدل، زندانيانو ته د حرفوي ، ديني او نورو زده کړو د اسانتياوو برابرول او زندان ته د نشه يي توکو او چړو د وروړلو مخنيوى ، له ولسمشر څخه د زندانيانو له غوښتنو څخه وو.

ده، زندان ته د ولسمشر له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل زندانيان په تمه وو، چې دغه غوښتنې به يې ومنل شي، خو وايي چې تر اوسه دا کار نه دى شوى.

هغه له ولسمشر او ملي شورا څخه وغوښتل چې د زندانيانو غوښتنو ته پاملرنه وکړي .

دغه زنداني وايي چې طالب نه دى، خو له وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور  په ١٨ کاله بند محکوم شوى او اته کاله يې په زندان کې تېر کړي دي.

دى ادعا کوي، چې که د ولسمشر د عفوې مخکني فرمانونه په سمه توګه پلي شوي واى، نو دى بايد درې کاله مخکې له زندان څخه خوشې شوى واى.

يو بل زنداني چې ځان حبيب الرحمن عاطف معرفي کوي،د محب الله څرګندونې تاييدوي او وايي چې د بې برخليکه بنديانو د برخليک ټاکل او په ياد زندان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره په زندان کې د يو سمبال روغتون جوړېدل هم له ولسمشر څخه د زندانيانو له غوښتنو څخه دي.

ياد دواړه کسان وايي، چې د نه خوړو د اعتصاب له امله د يو شمېر زندانيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ځينې يې په زندان کې موظفو کسانو کلينيک ته وړي دي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي، د تلې په ١٧ مه شپه په څرخي پله زندان کې له زندانيانو سره وکتل، د زندانيانو د ستونزو حل ته يې د پاملرنې ژمنه وکړه او لويې څارنوالۍ ته يې دنده ورکړه ، چې تر دوشنبې د زندانيانو په اړه څېړنې جمهوري رياست ته واستوي.

لويې څارنوالۍ هم د زندانيانو په اړه خپلې څېړنې جمهوري رياست ته استولي دي.

احمدزي ويلي و، چې د زندانيانو په اړه به عدالت پلى شي،خو قاتلان او قاچاق وړونکي به خوشې نه کړي.

د محبسونو او توقيف ځايونو رياست اداري مرستيال محمد قيس فصيحي، د څرخي پله په زندان کې له پنځو ورځو راهيسې د زندانيانو اعتصاب تاييدوي، خو وايي چې د اعتصاب کوونکو شمېر چې لومړى  ٥٠٠ تنه و اوس يو څه راکم شوى دى.

دى وايي، چې له اعتصاب کوونکو څخه ٣٠ تنو يې خولې هم ګنډلې دي.

هغه وايي، چې زندانيان د عمومي عفوې اعلان په څېر ځينې ناقانونه غوښتنې لري، خو د ځينو غوښتنو د څېړلو لپاره يې د ولسمشر په هدايت يوه کمېسيون په کار پيل کړى دى.

ده وويل، چې د ياد کمېسيون کار به په راتلونکو ١٥ ورځو کې بشپړ شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version