ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې هوايي بريد ٢١ وسله وال وژلي

4 Mar 2015 - 14:36
4 Mar 2015 - 14:36

 کندوز(پژواک، ١٣ کب ٩٣): د کندوز ځايي چارواکي ادعا کوي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ٢١ وسله وال مخالفين وژل شوي او د ملي اردو د يوه سرتېري وژونکى نيول شوى دى.

 د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد د ملي اردو د چورلکو له خوا په تازه لقي کلي کې په کره توګه  د وسله والو مخالفينو پر سنګرونو شوى دى.

 هغه زياته کړه چې دغه بريد تېره ورځ مازديګر مهال شوى چې له امله يې ٢١ وسله وال مخالفين وژل شوي او احتمال لري چې په وژل شوو کې د هغوى مهم کسان هم شامل وي، خو تر اوسه يې هويت په کره توګه نه دى څرګند شوى.

د امام صاحب ولسوال زياته کړه چې ګډ امنيتي ځواکونه په خپلو پخوانيو ځايونو کى ځاى پر ځاى شوي او ځمکني عمليات اوسمهال درول شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 تېره اوونۍ د کندوز والي ويلي وو چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د وروستيو درې اوونيو چاڼيزو عملياتو په اوږدو کې سل تنه وسله وال مخالفين، ١٤ امنيتي ځواکونه او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو وسله والو مخالفينو ويلي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د دوى مرګ ژوبله کمه ده او ددې برعکس يې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله او زيانونه اړولي دي.

بله خوا د امام صاحب د جګړې بې ځايه شوي چې خپله شمېر له دوو زرو کورنيو زيات ښيي، وايي چې په کندوز ښار، دشت ارچي ولسوالۍ او د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې له ستونزو ډک ژوند تېروي او دولت بايد د بېرته ستنېدو زمينه ورته مساعده کړي.

د يوه بل خبر له مخې، د ملي اردو د يوه سرتېري وژونکى د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

د يوه بل خبر له مخې، هغه کس چې د ملي اردو يو سرتېرى يې وژلى و، د پوليسو له خوا ونيول شو.

د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل چې عبدالواحد د ملي اردو يو سرتېرى د رخصتۍ لپاره د کندوز مرکز کې خپل کلي ملا سردار ته تللى و او څلور ورځې وروسته د يوه ناقانونه وسله وال له خوا د خپلې کورنۍ په مخکې ووژل شو.

هغه زياته کړه چې د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت د کارکوونکو په هڅو دغه کس له خپلې وسلې سره يو ځاى نيول شوى دى.

حسيني زياته کړه چې دې مجرم د لومړنيو څېړنو په ترڅ کې په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي، قوماندان يې چې د څو ناقانونه وسله والو مشر ده، ده ته يې لارښوونه کړې وه چې د ملي اردو سرتېرى ووژني.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version