کابل (پژواک ٢۲ کب ٩٣): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې پنځه تنه يې د وسله وال مخالفت او څلور نور يې د انسان تښتونې په تړاو نيولي دي.
د ملي امنيت له عمومي رياست څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې ياد کسان د بېلابېلو عملياتو پرمهال نيول شوي دي.
سرچينه وايي : (( د تخار د مرکز تالقانو درې اوسېدونکي چې د طالبانو د نومول شوي والي مولوي امين الله طيب پورې اړوند کسان دي، چې له چاودېدونکو توکو ډک يوه موټر سايکل سره نيول شوي دي.))
ملي امنيت وايي چې دغه راز ددوى موظفينو يو طالب قوماندان له يوه بل وسله وال ملګري سره يې نيولى دى.
دغه راز ياده سرچينه وايي چې د تالقانو ښارڅلور تنه اوسېدونکي يې د انسان تښتونې په تور نيولي دي .
ملي امنيت وايي چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او له هغوى څخه څېړنې پيل شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن