تالقان (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): د تخار چارواکي وايي چې د مرکز تالقانو اړوند په قولبرس سيمه کې يوې مېرمنې ځانوژنه کړې ده.
د تخار د ولايت وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، دا مېرمن ٢٥ کلنه ده او د موږکانو د مرګ درمل يې خوړلي وو چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
هغه زياته کړه: “دې مېرمنې د مرګ موش په خوړو خپل ځان وژلی، دوه ماشومان هم ترې پاتې دي، خاوند يې نانوای دی، د پېښې د علت په اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.”
په همدې مهال د تخار د ولايتي روغتون رييس ډاکتر کرام الدين وکيل زاده پژواک خبري اژانس ته وايي، دا مېرمن پري ګل نومېږي او درې ورځې وړاندې په ناروغ حالت کې روغتون ته لېږدول شوې وه.
ښاغلی وکيل زاده وايي چې يادې مېرمنې زهري مواد خوړلي وو او ډاکتران ونه توانېدل چې د هغې ژوند وژغوري. نوموړې ښځې نن شپه په روغتون کې ساه ورکړه.
که څه هم د يادې ښځې د ځانوژنې لامل نه دى څرګند شوى، خو چارواکي وايي چې ښايي کورنى تاوتريخوالى او بېوزلي يې تر شا وي.
د تخار د ښځو چارو رياست د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په دغه ولايت کې ٢١ مېرمنو ځانوژنې کړې او ځينې يې وژل شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن